نظــر

کرزی وايي: دا زما وطن اشغال دی، زه د یو مزدور حکومت په راس کې یم

 ( ووو کوربان مو سم، کوم شعار؟ کوم تروریزم؟ خو دغه کرزي ساب ما ته په خپله مبارکه خوله وویل، زه ور سره ناست وم، ویل زه څلور نیم کاله مخکې پوه سوم چې دا دتروریزم جنګ نه دی، ده په خپله شخصا ما ته دا خبره کړې ده، بل چا پسې هېېېڅ مه ځئ، زه و دی دوه په دوه، یو دغه د کندهار وکیل لالی ماما راسره ناست و، یو دوه سپين ژیري وو، ما ته یې ویل زه څلور، څلور نیم کاله مخکې پوه سوم چې دا د تروریزم جنګ نه دی، ما ورتو ویل نو څه آل دی؟ ده ویل: دا زما وطن اشغال دی، زه د یو مزدور حکومت په راس کې یم!

 د میز چلوونکی: دا خپله ولسمشر؟

 عبد الجبار: ( دا شخصا په خپله دده په خوله یې ما ته ویلي، هېڅ ضرورت نسته چې تایي په بل چا پسې ولاړ سئ )

{youtube}bDS0cdswVSg{/youtube}

 د تېرې چهار شنبې په ورځ چې د ۲۰۱۳ / ۵ / ۵ سره سمون خوري، د طلوع تلویزیون په تودې خبرې پرواګرام کې چې د شپې له خوا خپرېږي ژورنالیست محمد آصف وردګ، د ولسي جرګې غړی عبد الجبار کرمان او دحق او عدالت ګوند د رهبرۍ شورا غړی  حمید الله فاروقي میلمانه وو، د خبرو په ترڅ کې  د میز چلوونکي له عبد الجبار نه پوښتنه وکړه چې ناټو ویلي چې مونږ د افغانستان له جغرافيې بهر په تروریزم پسې نه ور ځو، نو آیا دا ددوی له هغه لومړني شعار سره په ټکر کې نه دی؟ ددې پوښتنې په ځواب کې عبد الجبار پورتنی بیان ورته وکړ! 

 ما چې دا خبرې واورېدې، هغه د چا خبره اډونه مې زږه شول! ځکه دا کېدی نشي چې عبد الجبار دې دومره ډاګیز درواغ ویلي وي، هغه ټولې نړۍ ته په لوړ آواز دا خبره د یو چیلنج په ډول وکړه، او ویې ویل چې زه دا دي دلته شته یم، که د چا څه شک وي را دې شي و ماته چې زه یې ورته ثابته کړم.

  ما تر اوسه داسې فکر کولو چې کرزی او ملګري به یې په رښتیا هم نه پوهېږي او په دې به باور نه لري چې اشغالګرو زمونږ هېواد اشغال کړی، ځکه خو تر یو ځایه معذور راته ښکارېدو، خو چې دا کیسه مې واورېده، نو د قرآن کریم هغه آیت شریف مې سترګو ته ودرېد چې د موسې علیه السلام په وړاندې د فرعون او فرعونیانو په اړه وايي:  (وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنْفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ (14)

  فرعونیانو هغه نهه نښې او دلایل چې موسی علیه السلام دالله جل جلاله له لوري ورته راوړې وې  درواغ و ګڼلې، په داسې حال کې چې زړونو یې ريښتینې بللې، او دا درواغ ګڼل د ظلم او کبر له وجې، یعني دوی ظالمان او کبرجن وو ځکه یې د زړه خبره په خوله نه کوله، نو ته ګوره چې د مفسدینو پای څنګه شو؟

  کله چې دوی حق ته غاړه کېنښوده، زړونو یې حق پېژندلو، مګر خولو یې نه منلو، او دا ځکه چې دوی ظالمان او کبرجن وو، نو همغه وو چې مونږ هم داسې تباه کړل چې د ټولو لپاره به تر قیامته پند وي، په دنیا خو مو په اوبو کې غرق کړل، او په آخرت کې مو هم سخت عذاب ورته تیار کړی.

   ښه کرزیه ! ته چې په دې پوهېږې چې حق له ولس سره دی، حق له مجاهدینو سره دی، بهرنیان نیواکګر دی، هېواد یې اشغال کړی، په زور راغلي، واک ټول ددوی دی، ته واک نه لرې، کوم حکومت چې ته یې په راس کې یې یو مزدور حکومت دی، خپلواکي نه لري، د هېواد او ولس ګټې نشي ژغورلی، په زړه دې دا ټول منلي دي، او په ځینو ځانګړو ناستو کې یې ځینو ځینو خلکو ته وايې هم، لکه عبد الجبار ته دې چې و یلي، نو بیا یې خلکو او ولس ته ولې په ډاګه نه وايې؟ او کله چې عبد الجبار پوښتنه درنه کړې چې هر کله حقیقت داسې دی نو بیا ولې حقیقت نه وايې، ولې خبره له خلکو سره نه شریکوې؟ تا لنډه ورته خلاصه کړې: ( چې زه ځان نسم په دغه کې اچولی، دا په اصطلاح باندې لویه کورباني غواړي؟ )

   څه فکر کوې کرزیه! چې لویه قرباني به نو څه وي؟ تر ټولو لویه قرباني د سر قربانول دي، تر دې را ښکته د چوکۍ او مال قربانول دي، ته چې په دې باوري یې چې وطن دې اشغال دی، او ته د یو مزدور حکومت په راس کې یې، نو بیا څنګه نشې کولی چې له خپل وطن او د وطن له خپلواکۍ نه ځان قربان کړې؟! هر کله چې کیسه داسې ده نو په دې به هم خامخا پوهېږې چې ولس ولې دا یوولس کاله ستا داشغالګرو په وړاندې قربانۍ ورکوي؟ ځکه چې ولس لویې قربانۍ ور کولی شي!

   ګوره!  د خپلواکۍ لپاره هره قرباني ور کول وړه قرباني ده، خو دا د هغه چا لپاره چې هغوی د خپلواکۍ په خوند او قدر پوهېږې، ته هره ورځ ګورې چې څومره ځوانان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره په ځان پورې بمونه تړي، پر دښمن وردانګي هم ځان قربانوي او هم دښمن ریزمریز کړي! د خپلواکۍ په لاره کې د سر قربانول یوازې تر مسلمانانو پورې تړاو نه لري، بلکې د نړۍ په هره انساني ټولنه کې معمول دی، بلکې حیوانات هم د خپلواکۍ لپاره ځان قربانوي، هر قوم د خپلې خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره سر قربانول د ځان او قوم لپاره ویاړ ګڼي، له همدې کبله د تاریخ په اوږدو کې دخپلواکۍ ډېرې پراخې او اوږدې جګړې شوې دي.

  ته پوهېږې چې ولې نشې کولی د خپل هېواد او ولس د آزادۍ لپاره ځان قربان کړې؟ دلته څو خبرې دي، یا خو ته افغان نه یې، ځکه خو بیا معقوله هم نه ده چې ته د بل هېواد او بل ولس لپاره خپل ځان قربان کړې، او یا دا چې هسې تش په نامه افغان یې، پښتو دې د مور په شیدو کې نه، بلکې په کوم بهرني ښوونځي کې زده کړې ده، او یا دا چې وجدان دې مړ دی، ضمیر دې د خپلواکۍ خوند نه دی څکلی، له ماشومتوبه په غلامۍ کې را لوی شوی یې، ځکه د خپلواکۍ په قدر او خوند نه پوهېږې، په دې خو ټوله نړۍ یوه خوله ده چې هر څوک له خپلې خپلواکۍ نه ځان قربانوي نو په تا بیا څه شوې!؟  په دې خو به پوهېږې چې پېغلې ملالې د خپل هېواد او ولس د آزادۍ لپاره د جګړې ډګر ته ور دانګلي!!

  ځه دا به په یو ډول در سره ومنو چې ته نشې کولی د خپلواکۍ لپاره لویه قرباني ور کړې، ځان قربان کړې او یا مال قربان کړې، او یا چوکۍ قربان کړې، نو دا بیا کوم وجدان دی چې تا ته اجازه در کوې چې هغه څوک چې د خپلواکۍ په لاره کې ځان قربانوي، خپل هېواد او ولس آزادوي تر پردیو پورې وتړې؟

   دا خو ته په خپله خوله وایې چې وطن مې اشغال شوی، نو چې وطن دې اشغال شوی څه رنګه هغه څوک پردیو ته منسوبوې چې وطن له اشغال څخه آزادوي؟ آیا دا یو لوی او نه بخښونکی ملي او تاریخي خیانت نه دي؟ یو ملي او تاریخي خیانت خو دا چې پوهېږې چې هېواد اشغال شوی او بیا پټه خوله پاتې کېږي، تر دې لوی ملي او تاریخي خیانت بیا دا چې هغه څوک چې د اشغال په وړاندې یې توره پورته کړې، د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره ځان قربانوي هغوی تر پردیو پورې تړې؟

دا چې ته مجاهدین تر پردیو پورې تړې، په حقیقت کې له خپل ولس او هېواد سره آګاهانه نه بښونکی ملي خیانت کوې، وطن او کور دمور حیثیت لري، ته چې په دې پوهېږې چې وطن او کور دې اشغال شوی او بیا پټه خوله پاتې کېږې، نه یوازې دا چې پټه خوله پاتې کېږې بلکې له اشغالګرو سره دجوال خوله نیسې، د خپل ولس د آزادۍ او خپلواکۍ مستې څپې پردیو ته منسوبوې څه فکر کوې چې څه باید درته وویل شي؟ ته چې په خپل کور ننګ نشې کولی نو په هغه چا به یې څه رنګه وکړې چې په کور کې اوسي؟ په دې معنی چې تا هر څه پلورلي دي، د هېڅ پروا نه لرې!! په کور کې دې پردي ګرځي، د کور واک یې درنه اخیستی او ته ورته ګورې، بلکې د خپل کور په بې پته کولو کې مرسته ور سره کوې! دا ټول ددې لپاره چې مړ نه شې؟

ګوریه کرزیه! مرګ خو حق دی، یوه ورځ نه یوه ورځ به خامخا مړ کېږې، که ډېر نور ژوندی وې نو لس کاله، یا شل کاله، آخر به مرې، او دا فاني دنیا خو پیدا د مرګ لپاره ده، ټول به مړه کېږي، هېڅوک نه پاتې کېږي، د ذلت له ژوند نه ګوره د عزت مرګ زر ځله ښه دی، راشه په دې آخر کې یو غیرت وکړه، دا چې په ځانګړو ناستو کې خلکو ته وايي چې وطن مې اشغال شوی او زه مزدور یم ښه به دا وي چې په نره سره حق او حقیقت په علني توګه په خپله ولس ته وړاندې کړې، بیا یې که مړ کړې هم نو آرمان به دې نه وې، هم به دې په دنیا کې نیکنامي وي او هم به دې آخرت جوړ شي، خو دا کار د یو مسلمان په حیث وکړه تر څو د شهیدانو په کتار کې حساب شې.

توریالی هېوادوال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x