بورما: د یوه ګوند د مشرې ډریور ولسمشر شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب۲۵مه ۱۳۹۴ل): د بورما یا میانمار په پارلماني ټاکنو کې د وتلې سیاستمدارې آنګ سان سوچي نېږدې ملګری او موټرچلوونکی هېتن کیاو د هېواد لومړنی ملکي ولسمشر شو.

ایسوشیټډپریس خبري اژانس د راپور له مخې ۷۰ کلن هیتن د ۵۰ کلونو پوځي حکومت ورسته په لومړي ځل په دیموکراتیکه توګه وټاکل شو چې د اپریل په لومړۍ نېټه به د ولسمشرۍ څوکۍ اشغال کړي.

د آنګ سان سوچي دغه ډریور د ټولو ۶۵۲ رایو څخه ۳۶۰ رايې وګټلې او وروسته د پارلمان مشر د هغه بریا اعلان کړه.

په ولمسشریزو ټاکنو کې د پوځ لخوا نوماند کاندید مینټ ېوي ۲۱۳ رايې واخېستلې چې له کبله به هغه د هېواد لومړنی منختب مرستیال ولسمشر وي.

د میانمار تر ټولو ستر اپوزیسون نیشنل لیګ فار ډیموکراسي تېر کال په نومبر کې ټاکنې وګټلې. د دغې ګوند مشره آنګ سان سوچي ده خو نوموړې له دې کبله ولسمشره نه شوه چې د مېړه یې بهرنی دی او د قانون له مخې دغه ډول کس ولسمشري نشي کولای.

بورما یا میانمار یو له هغو هېوادونو دی چې مسلمانان په کې خورا کړول کیږي. مسلمانان چې په بورما کې له څو پېړیو اوسیږي، اوس د قانون له مخې د دغه هېواد اتباع نه بلل کیږي. د بورما پوځي حکومت په دې وروستیو څو کلونو کې سلګونه زره مسلمانان و وژل او تر دې زیات یې د میانمار څخه په زور ویستلو ته اړ کړل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د