افغانستان

روزګان: د طالبانو په برید کې لږترلږه ۳۰ تنه افغان سرتیري وژل سوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۴ ل): د روزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې طالبانو د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې اړولي ده.

برید تېره شپه ناوخته د دهراود ولسوالۍ په میاندو سیمه کې پر هغه سرای سوی چې د ملي اردو او ملي پولیسو سرتیرو تازه مرکز پکې نیولی وو، امنیتي چارواکي وایې چې په برید کې د ملي اردو او پولیسو ۲۵ تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي.

د دهراود ولسوال امین الله خالقي د رسنیو سره په خپلو خبرو کې وویل چې تېره شپه د دهراود ولسوالۍ د میاندو په مکتب سیمه کې افغان ځواکونو د طالبانو سره درنه جګړه کړي، هغه وایې چې په جګړه کې څلور تنه د ملي اردو سرتیري او شپږ تنه د ملي پولیسو سرتیري وژل سوي دي.

خالقي زیاتوي چې په جګړه کې ۱۱ تنه د ملي اردو او څلور تنه د پولیسو سرتیري ټپيان سوي دي.

د سیمي څخه یوه عیني شاهد نن ټکی اسیا ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل: « د میاندو د مکتب سیمي ته د ملي اردو او پولیسو تقریباً ۳۰ تنه عسکر راغلل او دلته یې د یوه کلیوال په سرای کې مرکز ونیوی، طالبانو تېره شپه حمله ورباندي وکړه چې زما په ګمان په مرکز کې څوک ژوندی نه دی پاته سوی او ټول عسکر ووژل سول».

د تېري شپې د برید په اړه تراوسه طالبانو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
SHAAN

بي هدفه جګړه نږدې څلویښت کاله کیږي چې موږ په یوه بې هدفه جګړه کې راګیر یو، د جګړې زیاتره په اصطلاح شهیدان! او غازیان! زموږ دي. اکثرآ د یوې کورنۍ کسان د جګړې په یوه او بله غاړه کې وي او یا هم یو ډول نیک کسان چې نه غواړي چاته بد ورسوي خو په دې بې هدفه جنګ کې یو د بل پر ضد جنګیږي او وژل کیږي. د ځینو مغرضو هیوادونو استخباراتي شبکې به زموږ په دې جګړه کې خپل اهداف لري خو موږ یې نه لرو د هیڅ لپاره مو د ا څلویښت کاله یو بل… نور لوستل »

محمد عبدالله

شان صاحب دا ستا لیکنه پر جذباتو ولاړ ده چی دادنیا دجذباتو لپاره نده پیدا او نه هم پر جذباتو مخته زی ددی دنیا دپیدا کولو والا اوفنا کولو والا او ددی دنیا څختن او حقیقی مالک پیغام زمونږ مخی ته پروت دی چی دهغه مطابق دعمل کولو امر شوی دی ولوکه ظاهراا زمونږ پر تاوان وی یا زمونږ دوطن او فامیل پر تاوان وی حالانکه ددی امکان نه جوړیږی چی دقران په یو حکم عمل وشی او هغه تاوان مونږ ته ورسوی اوس رازو لنډ به تاسو ته یو داسی موضوع واضح کړم او هغه داسی چی افغانانو کی… نور لوستل »

محمد عبدالله

اوبله خبره هم داده چی دالله ج څخه باید دکمک اوشفاء امید وساتل او یوازی هغه ذات تعالی ددی قدرت لری چی زمونږ دمرضونو او حاجتونو ضرورتونه پوره کوی شی نه قبرونه او دقبر خاوری داکار څخه زانونه وساتی

محمد عبدالله

او دا بی هدفه جګړه هم نده بلکی دیر هدفی جنګ او جهاد وو اوداسلسله به تر اخره روان وی چی یو طرف ته کفر یا دشیاطینو بندګان اوبل طرف ته دالله ج بندګان اما ملت کفر او ددجال پیروان چی شپه او ورز لګیا دی دهمدی جنګونو لپاره تیاریانی کوی او تول مادیات دخپل همدی هدف چی ددجال خدایی او پادشاهی اوقوانینو لپاره لاره برابرولو ده شپه او ورز لګیا کړی او مخکی یوازی افغانستان کی دا خپل بی هدفه او بی مرامه جنګ کوو اما اوس دریم نړیوال جنګ ته تیار دی او دوی بی هدفه لګیا دی… نور لوستل »

محمد عبدالله

نو رازی سم اسلام ته متوجه شی او دقومیت څخه دیر دیو مسلمان امت په شکل لر اوبر عرب او عجم مسلمانان خپل مالونه اولادونه او زانونه او قلم او لیکنی او خپل تول وس او توان دجهان کفر پر ضد وڅرخوی اودمسلمانانو داتحاد لپاره وڅرخوی بدون له شکه الله زمونږ مولی دی او ددی کافرانو مولی نشته دجالو اوشیطانو هم وس یی په مومنانو نه رسیږی او نه یی په روپو اخیستی شی او نه یی غږ دبوی شی
هو الله مولانا ولا مولی لهم

محمد عبدالله

اوشان خانه دا قیصه دی دیر په مورچه مساله برابر کړی مزی دی وکاوو خو توبه وباسه

الحاج استاذ بیانزی

د هغو د پاره چه اهداف یی روبل او ډالر وو هغه یی تر لاسه کړل ، لوړپوړی چاواکی ، میلونران او بیلونران شول ، د ټولی نړی سیاحان شول وایی [ نن پشاور ، صبا لاهور ، به یو ساعت کی له ملکونو پناه کیږمه ] د شان صاحب او د هغه دملګرو د پاره د روسانو او انګریزانو اشغال او دهغو سره جګړه ( د هغو د اهداقو د تر لاسه کولو وروسته ) دنور مظلوم اولس د پاره بی هدفه ده ، دا ویره هم شته چه که مجاهدین ګټونکی شی د دوی دغه د روبل ،… نور لوستل »

khalid

د استاد یاسر علیه الرحمه تاریخی وینا زه افغانانو ته وایم او افغانانو تاسی شرمیږی نه چی د امریکایانو او نورو صلیبیانو انجونی راځی له ټوپک سره او په افغانستان کی جنګونه کوی او تاسی ځی د جاروکشی او نوری بلی مزدوری لپاره اروپا او امریکا ته سبحان الله ولی به نه ذلیله کیږو د لاټیانو زامن غازیان شول او د غازیانو جاروکشان یو وخت د عربو په متحده اماراتو او نورو عربی ممالکو کی بازان قیمته شوی وه نو د افغانستان په دښتو کی به له هر چا سره لومی وی او د بازانو په ښکار پسی به ګرځیدل… نور لوستل »

احمد شاه

اسلام عليكم شانداره اربكي تاته وايم اول نه تر اخره پوري يوه حقه او يو باطله دله شته چي د الله عسكر او يو د كفر عسكرچي هغوي كي مرتدين هم دي او د الله په لاره كي شهيد او يو د وطن په لاره كي چي د حضرت محمد ص په قول چي جاي به يي جهنم وي سوك چي د خپل قوم يا د وطن لپاره جنگيگي هغه مردار دي زكه اسلام حد نه لري او په كومه زمكه چي د الله دين نافذ وو هغه د مسلمان زمكه ده او مونگ به خپل پلار ورور زوي بابا… نور لوستل »

khalid

هی هی احمدشاه جنه ته نه اصلاح کیدونکی کس یی زه څه وایم او ته راته څه بابولالی غږوی که یو څوک ځانته عربی، هاشمی، قریشی، افغان، ازبیک، تاجیک یا کوم بل بل څه ووایی نو دا قوم پرستی شوه که د یو بل پیژندګلوی او نه هم استاد یاسر دلته افغانان د قومیت پر بنیاد جهاد ته هڅولی بلکه مراد یی ورنه د کفر مغلوبیت او داسلام غالبیت ، اعلا کلمه الله او د شرعی نظام نفاذ ده سیافوف، قدیر او بل بل ماته مه یادوه هغه هم ستا د قطب دین او جمعه دین او داسی نورو ملګری… نور لوستل »

Back to top button
10
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx