fbpx

جنرال کمپل: په افغانستان کې باید یو ځل بیا جګړې او بمبارۍ پیل شی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۴ ل): افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو پخواني قوماندان جنرال جان ايف کمپل واشنګټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې سره په خپله تازه مرکه کې ويلي، چې امريکايي ځواکونه هغه مهال پر طالبانو بريدونه او بمبارۍ کوي، چې بهرنيو ځواکونو يا افغان حکومت ته يې جدي ګواښ متوجه وي او دی ټينګار کوي، چې دغه بمبارۍ او جګړې بايد نورې هم سختې شي، چې طالبان د همدې فشار له امله د سولې خبرو ته کينول شي.

د ورځپاڼې په وينا په دې وروستيو کې د افغانستان جګړې په اړه د سپينې ماڼۍ او پنټاګون ترمنځ نانندرۍ او بې باورۍ زياتې شوي دي.

واشنګټن پوسټ ليکلي، چې د سپينې ماڼۍ او دفاع وزارت ترمنځ شخړې وروسته له هغې راپيدا شوې، چې افغانستان کې د ناټو او امريکايي پوځيانو پخواني قوماندان جنرال کمپل، څه موده وړاندې يې د افغانستان جګړې په اړه خپل معلومات او وړانديزونه د دفاع وزير اشټون کارټر له خبرېدو او مشورې پرته سپينې ماڼۍ سره شريک کړل.

پنټاګون وايي، چې دوی اوس د جنرال کمپل پر ځای د نوي ټاکل شوي قوماندان جنرال نيکلسن وړانديز ته په تمه دي، چې د افغان جګړې او طالبانو په اړه دفاع وزارت ته څه وړانديز کوي.

د پنټاګون وياند پيټر کوک واشنګټن پوسټ ته د ايمېل له لارې ويلي، چې د فاع وزير اشتون کارټر تر اوسه د افغانستان جګړې په اړه سپينې ماڼۍ ته نوې طرحه نه ده وړاندې کړې.

په عين حال کې يادې ورځپاڼې د سپينې ماڼۍ چارواکو له قوله ليکلي، چې ولسمشر اوباما ژمن دی، چې د جنرال کمپل د طرحې له مخې د افغانستان جګړې په اړه خپله راتلونکې ستراتيژي وټاکي.

«د بارک اوباما د واکمنۍ لومړۍ دوره کې هغه مهال افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو مشر جنرال ميک کريسټل ولسمشر ته وړانديز کړی و، چې د طالبانو ځپلو لپاره بايد د اتلسو مياشتو لپاره دېرش زره نور عسکر افغانستان ته راولېږل شي، مګر په ځمکني ميدان کې د جنرال کريسټل طرحه ناکامه شوه او طالبان له پخوا هم غښتلي شوي دي.»

د واشنګټن پوسټ په وينا د جنرال کمپل وروستۍ طرحه تر ډېره لانجمنه بريښي او که اوباما يې ومني، نو دې سره به سپينه ماڼۍ د پاڼ او پړانګ ترمنځ راشي؛ ځکه امريکايي چارواکو د ۲۰۱۴ په پای کې افغانستان کې خپل پوځي ماموريت پای ته رسولو اعلان کړی او د روان کال تر پايه يې افغانستان کې د خپلو پوځيانو د شمېر کمولو اعلان هم کړی دی او که د کمپل طرحه ونه منل شي، نو د افغانستان اوسنۍ جګړه به د امريکا راتلونکی ولسمشر له سختو ننګونو سره مخ کړي او هغه به بيا اړ وي، چې په لوړه بيعه د افغانستان په اړه د خپلو عسکرو په قميت پرېکړه وکړي.

واشنګټن پوسټ مخکې ليکلي، چې تېر کال  فبرورۍ کې جنرال کمپل له امريکايي چارواکو غوښتي و، چې د داعش پر مرکزونو بمبارۍ وکړي، مګر سپينې ماڼۍ يې غوښتنه نه وه منلې.

جنرال کمپل وايي، چې د ده غوښتنه هغه مهال ځکه نه وه منل شوې، چې دوی دغه قضيه په سمه توګه خپلو چارواکو ته نه وه وړاندې کړې.

تېر اکتوبر کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي و، چې د ۲۰۱۶م تر پايه به ۹۸۰۰ امريکايي پوځيان په افغانستان کې پاتې وي او له هغې وروسته به دغه شمېر ۵۵۰۰ ته راټيټ شي، چې د ترهگرۍ ضد جګړې لپاره به دغه هېواد کې پراته وي.

جنرال کمپل په داسې وخت کې د طالبانو پر ضد د نوو بريدونو او بمباريو د پيل کولو غوښتنه کوي، چې دوه مياشتې وړاندې يې ارمي ټايمز امريکايي ورځپاڼې سره د افغانستان جګړې په اړه ويلي و، چې افغانستان کې شته امريکايي ځواکونه د طالبانو ضد جګړې لپاره بسنه نه کوي.

ارمي ټايمز ته جنرال کمپل ټينګار کړی و: «د ۲۰۱۴ اګست راهيسې افغانستان کې ناټو او امريکايي پوځيانو مشر يم، هر څه په خپله څارم او ځمکنيو حقايقو ته په کتو له ولسمشر څخه غوښتنه کوم، چې افغانستان ته نور پوځيان راولېږي.»

کمپل په ډېر ټېنګار وايي، چې افغانستان کې پراته امريکايي پوځيان د «ترهګرۍ» ضد جګړې لپاره بسنه نه کوي او زما يوازينۍ غوښتنه دا ده، چې «نور امريکايي پوځيان راولېږل شي، نور امريکايي پوځيان بايد راولېږل شي.»

ارمي ټايمز د جنرال کمپل له قوله ليکلي، چې د افغانستان جګړه د زور له لارې نه ګټل کيږي او د امريکايي پوځيانو عمليات بايد يوازې او يوازې د دې لپاره وي، چې طالبان د سولې خبرو ته تيار کړي.

۲۰۱۶م لپاره بايد افغان حکومت لومړی خپل سرتيري ښه ټرين او وروزي، طالبانو سره د جګړو لپاره کرښې معلومې کړي او د امنيتي ځواکونو له کرښې بې لارې او زورواکان وباسي.

«زما وړانديز دا دی، چې طالبانو سره بايد د سولې بهير ژر تر ژره پيل شي، کنه راتلونکي وختونه به زموږ لپاره ډېر خونړي وي.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د