افغانستان

اشرف غني: د سولې بهير له کړاوونو ډک دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۴ ل): د ګډ حکومت مشرف غني وايي، چې د سولې بهير له کړاوونو ډک دی، د افغانستان روانې جګړې سيمه‌ييزو او نړيوالو اړخونو دغه لړۍ بېچلې کړې او په دې اړه بايد ډېر احتياط او دقت وشي.

ولسمشر غني دا خبرې نن ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان د ګډو هڅو په ترڅ کې طالبانو سره د سولې لپاره په يو مېکانېزم پرېکړه شوې او تمه لري، چې يوې ښې پايلې ته به ورسيږي.

نوموړي زیاته کړه، چې د څلور اړخيزو ناستو ګډونوالو پرېکړه کړې، چې جګړه غوښتونکي او سوله خوښي مخالفين باید سره جلا شي او د افغانستان اوسنۍ جګړې په اړه يې وويل، چې دا يوه کورنۍ جګړه نه ده، بلکې سيمه‌ييز او نړيوال ابعاد لري.

ولسمشر يو ځل بيا ګواښ وکړ، چې څوک د سولې بهير سره نه يو ځای کيږي، پر ضد به يې له پوځي لارو چارو کار اخيستل کيږي.

د هغه په خبره سوله د هر چا غوښتنه ده، په دې اړه بايد داسې هڅې وشي، چې هېواد ته دايمي سوله راولو او په دې اړه اوږدمهالي پلان ته اړتيا ده، مګر د سولې اوسني بهير د بريا او يا ناکامي په اړه څه ويل لا له وخته مخکې خبره ده.

نوموړي وړاندې وویل چې د سولې هڅو ترڅنګ به د امنيتي ځواکونو پر وړتيا او پانګونې هېڅ سرپه ونه کړي .

په دغه خبري ناسته کې د ناټو سرمنشي هم  د افغان سولې ملاتړ وکړ او زياته يې کړه، چې د سولې لپاره د افغان حکومت هڅې ستايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x