د ټاکنو خپلواک کميسیون مشر، یوسف نورستانی

نورستانی: «ټاکنیز اصلاحات» د ټاکنو د ځنډېدو پلمه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): په داسې حال کې چې ارګ د ټاکنیزو اصلاحاتو اړوند یوه خوله او دې سمونونو ته د ژمنتیا هوکړې ته رسېدلی، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر وايي چې دا یوازې د ځنډېدو یوه پلمه ده.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستانی وايي چې د ټاکنو د خپلواک او د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمیسیونونو د اصلاح په اړه د بل کمیسیون ټاکل او د هغوی کاري بهیر یوازې د راتلونکو ټاکنو د ځنډېدو لپاره پلمه ده.

که څه هم دا ټاکنې تر قانوني مودې یو کال وروسته شوي، خو لا هم د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر د ټاکنو د نور ځنډ اندېښنه لري.

نورستاني ونه ویل چې ګلخانه او سپېدار ماڼۍ ولې د ټاکنو د ځنډېدو لپاره پلمې جوړوي، خو د ماليې پخواني وزیر دا پوښتنه حل کړې ده.

انورالحق احدي چې « د افغانستان نوې ملي جبهه» په نوم اپوزیسیون هم لري وویل چې د حکومت دواړه مشران هڅه کوي چې د ټاکنیز اصلاحاتو تر نامه لاندې راتلونکو ټاکنو کې د خپلو نږدې کسانو او استازیو د بریا چانس ډېر کړي.

احدي هم د ټاکنیزو اصلاحاتو په نوم کاري بهیر یوازې د حکومت د مشرانو د شخصي ګټو لپاره یوه هڅه بللې ده.

د ګډ حکومت دواړه مشران په داسې حال کې د دواړو ټاکنیزو کمیسیونو پر کارکوونکو د فساد مهر لګوي او د سمون غوښتنه يې کوي، چې د دوی اوسنی حکومت ته ټاکنیز خدمتونه همدې ټاکنیزو کمیسیونونو ترسره کړي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د