نړیوال جام: نیوزیلینډ کرکيټ لوبډلې هند ته په لوی توپير ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب۲۵مه ۱۳۹۴ل): د نړیوال جام د دوهم پړاو په لومړنۍ سیالۍ کې هند د نیوزیلینډ پر وړاندې لویه ماتې وخوړله او د دغې لوبډلې پر وړاندې یې د ماتو تسلسل روان وساتلو.

هند د نیوزیلینډ سره پنځه شل اوریزې لوبې کړي او پنځه واړه د هند په بایلات پای ته رسیدلي دي.

نننۍ لوبه کې نیوزیلینډ پچه وګټله او د لومړني توپوهنې پریکړه یې وکړه. پیل یې ښه نه و، په ۶ يې لومړنۍ او په ۱۳ یې دوهمۍ ویکټ د لاسه ورکړله.

وروسته یې لوبه یو څه کابو کړله خو منډې یې تر پایه ورو وې. نیوزیلینډ له لوري انډرسن ۳۸، رونچي ۲۱ او سانتر ۱۸ منډې جوړې کړې.

له دوی پرته نور یو لوبغاړی هم ونه ځلېده. یادې لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۱۲۶ منډې جوړې کړې او ۱۲۷ منډې هدف يې هند ته وټاکلو.

د هند په څېر لوبډلې ته دا ډول هدف کم دی خو د نیوزیلینډ ورو بالرانو د هندي توپوهونکو څخه لاره ورکه کړه او یو په بل پسې یې وسوځول.

یواځې کپتان مهندرا سنګ ډوني ۳۰ او ویرات کولي ۲۳ ډيرې منډې وکړې. نورو ټولو له اشوین پرته له لسو کمې منډې جوړې کړې.

د هند ټول لوبغاړي په ۱۸.۱ اورونو کې په ۷۹ منډو وسوځېدل او نیوزیلینډ ته یې په ۴۷ سترو منډو لوبه وبایلله.

د نیوزیلینډ له لوري سانتر ۴، سودي ۳ او نیتن میکالم ۲ ویکټې واخېستلې.

سانتر د لوبې د ښه لوبغاړي په توګه وټاکل شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د