british forces

د کال 2014 وروسته د خپل منځي جګړې پنځوس سلنه امکان سته

د برتانیا د پارلمان غړي وايي د افغانستان څخه د برتانوي عسکرو تر وتلو وروسته که په افغانستان کي د سولي په اړه څه پرمختګ ونه سي، نو د کورنۍ جګړې د پیلیدو ډیره امکان سته.

د پارلمان د دفاعي چارو کمیټې ویلي چي برتانیا دا مسؤولیت لري چي د کال 2014 وروسته هم د افغانستان د پرمختګ لپاره کار وکړي.

بل خوا د دفاع وزیر پلیپ هومانډ بي بي سي ته ویلي چي هیڅ کس نه سي ویلای چي افغانستان مستقبل به په کومي خوا درومي، او زیاته یې کړه: که څه هم په افغانستان کي حالات مثالي نه دي، خو بیا هم ډیر پرمختګ سوی.

د فاعي چارو کمېتي د کال 2014 وروسته د برتانوی عسکرو د وتلو وروسته او امنیتي چاري افغاني عسکرو ته د سپارلو په اړه راپور ترتیب کړی.

دوی وايي مونږ په افغانستان کي غواړو، چي خلاصي او ازادي ټاکني وسي، ښه روزل سوي، او چمتو سوي امنیتي ځواکونه پرېښودل سي، او د هغوی مالي کومک جاري وساتل سي، د بشري حقوقو د ساتلو لپاره قوي عدلي سیسټم فعاله سي، د فساد او قاچاق لپاره ټینګ تدابیر ونیول سي.

د بي بي سي په قول د کمیټې په راپور کی راغلي چي افغان امنیټي ځواکونو په چمتوالي کي ډیر کمښت اوس هم سته، په خاصه توګه د هلیکوپټرو ، هوايي ځواک، او صحت په برخه کي.

د کمېټي مشر جیمز اربټنوټ ویلي چي د ځینو عیني شاهدانو داسي هم ویلي چي په افغانستان کي د خپل منځۍ جګړې پنځوس سلنه امکان سته.

او زیاته کړې، چي نړیواله ټولنه د خپل منځۍ جګړې څخه د ژغورلو لپاره څه نا څه کردار لوبولی سی، خو بیا هم ټول خبره خپله افغانانو ته متوجه ده چي هغوی څه غواړي.

نومړي ویلي چي د هرې جګړې په پای کي څه مصلحتونه ضروري وی، چي تر سره سي، او له همدې کبله باید طالبان او د ټولني نور غړو ته حق ورکړه سي چي په حکومت کي برخه واخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د