افغانستان

د ملګروملتونو استازی هم روان میلادي کال خونړی بولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): په کابل کې د ملګرو ملتونو استازی وايي چې روان میلادي کال به د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې لپاره له جدي ننګونو ډک وي.

نیکولاس هيسم وايي؛ سره له دې چې تېر کال هم افغان حکومت له جدي ننګونو سره مخ و، خو روان کال به يې هم پر وړاندې له ګڼو ګواښونو ډک وي.

هیسم د طالبانو پرلپسې بریدونه، د ګډ حکومت خپلمنځي ستونزې او خراب اقتصادي وضعیت هغه څه یاد کړل چې د افغان حکومت پر وړاندې به روان کال نور هم له ستونزو ډک کړي.

نوموړي چې پرون ناوخت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته خبرې کولې، پر افغان حکومت غږ وکړ، چې خپلمنځي ستونزې دې په ګوته او د له منځه وړلو هڅه دې يې وکړي.

نوموړي شرط وړاندې وکړ، چې که افغان حکومت د بروکسل په را روانه ناسته کې د مرستې تمه لري، باید نړیوالو ته د خپلې ښې حکومتولۍ اړوند قناعت ورکړي.

یاده دې وي تر دې وړاندې په افغانستان کې د بهرنیانو پخواني عمومي قومندان جان کمپل او تر هغه وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د طالبانو پرمختګونو ته په کتو روان میلادي کال د افغان حکومت لپاره خونړی بللی دی.

له بلې خوا، د ولسي جرګې غړي وايي چې په دا ډول څرګندونو سره نړیواله ټولنه او په تېره بیا امریکا د خپلې ناکامۍ د پټولو هڅه کوي، د دوی په خبره بهرني پوځي او سیاسي مشران افغان حکومت په داسې حال کې تر فشارونو لاندې نیولی او ناکام معرفي کړی دی، چې پخپله د دوی په غوښتنو او فرمایشونو رامنځته شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x