نظــر

پيشکه که پرمخ پوزه لري بيا به ونه کړی ورانکاري!!!!!

دوستانو! ډیر وخت کیږی چی د سولې د دروغجنې پروسه په اړه ډول ډول څرګندونې مو تر غوږ کیږی کله د کرزی لاسپوڅې اداره اعلان وکړي چی په فلانکی ولایت کې د دوی په اصطلاح څلویښت د دولت مخالفین د سولې له پروسې سره یو ځای شول، کله بیا بل ولایت وښي او کله کله خو داسی خندونکی کار ترسره کړي چی د خندا له لاسه د سړی په پښتورګو باندی ورته درد شی هغه داسی چی د شفخانو یا محبس څخه د مریضانو او یا بندیانو پایوازان راولي او مخونه یی ور پټ کړي وي او مخې ته یی یو څو میله زنګ وهلې اسلحې کیږدي او په لاسونو کی قرآن شریفونه ورکړي په زور باندی اقرار پرې وکړي  چی ووایي مونږ طالبان یو او د دولت سره یوځای شوی یو،

نو که لږ سوچ وکړو دا څنګه طالبان دي چی د هره ورځ دولت ته څلویښت یا پنځوس تنه تسلمیږی خو بیا هم طالبان نه ختمیږی که چیرته د ګوډاګی رژیم له لوری هغه اعلان شوې شمیره  چی دوی ته تسلیم شوی د ی را جمع کړو نو په حقیقت کی د طالبانو له ټول شمیر نه څو چنده زیاتیږی څه وخت مخکی صلیبی یرغلګرو ته وفادار غلام  (تاند خبری رسنۍ) راپور خپور کړ چی هغه طالبان چی وسله یی دولت ته ایښې ده یو ځل بیا د دولت د مخالفینو سره یو ځای شول نو اوس را به شو دیته چی دا خبره به کوم کمقل ومني چی طالبان یو ځل د الله د رضا لپاره خپل سر او مال څخه تیر شی او بیا د کرزی ګوډاګی رژیم  ته تسلیم شی او څه وخت وروسته بیرته له طالبانو سره یو ځای شی؟! هر هغه څوک چی د سالم عقل خاوند وي فکر نه کوم چی دا پوچه ادعا به ومني ځکه چی طالبان مادی قوت د ډلې زیاتوالی ته کوم اهمیت نه ورکوی دوی صرف په الله باندی توکل کړی دی او هر څه د الله په مرسته سره ترسره کوي که څوک بیا هم دې کې شک او شبهه لري نو مهربانی دوکړی یو ځل د د طالبانو مخکینی حکومت ته یوه ځغلنده کتنه وکړي چی ځينې داسی کسان ورسره ؤ چی په خپل نیت کی مخلص نه ؤ کله چی صلیبی نیواکګرو په ګران هیواد یرغل وکړ نو د طالبانو صف یی پریښود او صلیبیانو په دسترخوان باندی یی خیټې واچولې دوی داسی فکر وکړ چی طالبان به زمونږ په بغاوت باندی کمزوری شی خو نه هیڅکله داسی نه ده تاسی ولیدل چی طالبان نور هم د کروړلی عزم خاوندان شول او پر مختګ یی وکړ.

اوس به راشو د لاسپوڅی کرزی هغه هلو ځلو ته چی د سولې د دروغجنې پروسې په نامه یی ترسره کوي او هر وخت داسی بی اساسه ادعاوې کوي چی د سالم عقل خاوند یی هیڅکله نه شی منلای، لکه څرنګه چی صلیبی نیواکګرو او د کرزی ګوډاګی رژیم تل داسی بی اساسه ادعاوې کولې چی طالبان په سیاست نه پوهیږی د حکومت په کولو باندی نه پوهیږی او نه د هیوادوالو حقوق مراعاتوی صرف جګړه مارۍ ته یی مخه کړې ده، وژل، وطن ورانول یی اساسی پيشه ده، دوستانو لکه څنګه مو چی د سر په سترګو ولیدل چی امارت په ډیر حساس وخت کی خپل سیاسی پرمختګ ته ملا وتړله او د صلیبیانو او د هغوی د ګوډاګیانو له دروغجنو او کرغیړنو دعوو څخه یی پرده پورته کړه او نړیوالو ته یی خپل دریځ څرګند کړ چی امارت د څه لپاره دولس کاله قربانی ورکړه؟! او که چیرته یی غلامي منلای خو د یرغل په پیل کې به یی صلیبیانو ته د غلامۍ سر ښکته کړای وای اوس به یی حکومت هم وای او د ګوډاګی رژیم په څیر به یی یو څه اندازه ډالر هم ترلاسه کړي وای، خو نه داسی هیڅکله نه شی کیدلای چی امارت د صلیبیانو ته د غلامۍ سر ښکته کړي او د اسلام له حدودو څخه تجاوز وکړي.

دوستانو! دا چی موضوع ډیره اوږده نه شی نو را به شو اصلی هدف ته کله چی د افغانستان د اسلامی امارت د سیاسی پرمختګ ستوری د نړۍ په ځلانده آسمان کی وځلیده نو یقیناً چی په صلبیانو او د هغوی په ګوډاګیانو باندي د ځمکې مخ سور اور شو او د ډیر ورخطائی له وجې د کرزی په شمول اکثرو ته روانی تکلیف پیدا شو لکه څرنګه مو چی د روان کال په اوږدو کی څو ځله ولیدل چی داسی ببولالې یی وغږولې چی دی وی آزاد انسان ضمیر یی نه شی منلی، لاسپوڅی کرزی او ورسره نورو شرابیانو او ډالرو خورو په حقیقت کی داسی ماته وخوړه چی د تل لپاره به یی یاد ساتی نو بیا له ډیرو منډو او ترړو څخه وروسته پدی سره متفق شول چی د امارت د سیاسی پرمختګ لپاره د خنډ جوړولو هڅه ترسره کړي تر څو که وکولای شی چی پدې سره خپله تاریخی ماته پټه کړي او هیوادوالو ته وښایي چی مونږ هم څه نا څه واک لرو بالآخره پدی کې هم بریالی نه شول نو بیا یی د قطر له امیر سره خبرې اترې شروع کړې کله به یی ویل چی مونږ د سیاسی دفتر مخالف یو او امارت ته باید سیاسی دفتر خلاص نه شی تر څو چی له مونږ سره خبرو ته چمتولای څرګند نه کړي خو متأسفاناً چی د امارت د سیاسی دفتر استازو د لاسپوڅی کرزی په اوتو بوتو باندې غوږ هم ونه ګراوه، او د کرزی هغه لاپی یی پروپاګنده وبللې چی د سیاسی دفتر په اړه یی کړې وي ځکه چی سیاسی دفتر تقریبا دری کاله کیږی چی خلاص شوی دی خو دا چی کرزی یی د خپلې ماتې د پټولو په خاطر نه مني نو دا هسې د هیوادوالو سترګو ته خاورې ورشیندل دی او بله هیڅ کومه معنی نه لري،امارت څو ځله دا خبره تکرار کړې ده چی سیاسی دفتر نه د کرزی په خوښه جوړ شوی دی او نه له کرزی نه چا پوښتنه کړې ده نو پدی اساس کرزی هیڅ حق نه لري چی د سیاسی دفتر په اړه څرګندونې وکړي.

څه وخت مخکې چی کرزي قطر ته د سولې د دروغجني پروسې د پرمختګ په اساس سفر وکړ  کومې هیلې چی کرزی لرلې یوه هم ترسره نه شوه کله چی له هیواد څخه روانیده نو داسی خوږې خبرې یی کولې تا به ویل امارت کرزی سره خبرې وکړې خو کله چی هلته ورسید نو هر څه بدل شول کرزی د هغه څه سره مخامخ شو چی په خوب کی یی هم داسی څه نه و لیدلی او نه به یی وویني  د اسلامی امارت د سیاسی دفتر استازو هیڅ ځان هم ورباندې پوه نه کړ چی دلته څوک راغلی دی او کنه او هیڅ اهمیت یی ور نه کړ بالآخره کرزی ناهیلی هیواد ته راستون شو او هغه څه چی ګوډاګی رژیم کارکوونکو هیله ترې لرله یو هم ترسره نه شو، تیره اونۍ کې کله چی د اسلامی امارت د سیاسی دفتر استازو د ایران په رسمی بلنه تهران ته سفر وکړ او هلته یی په بیلا بیلو موضوعاتو باندی خبرې اترې وکړې او نړیوالو او هیوادوالو ته د کرزی هغه پوچې ادعاوې په اصلی بڼه څرګندې شوې چی ویل یی مونږ اسلامی امارت ته په قطر کی سیاسی دفتر نه خلاصوو او حال دا چی هیوادوال  او نړیوال وپوهیدل چی کرزی هیڅ واک نه لري او سیاسی دفتر مخکی خلاص شوی دی خو کرزی هسی ځان ته بازی ورکوي،او عجیبه خو لا دا وه چی د لاسپوڅی کرزی ګوډاګی رژیم  تر آخره پورې ناخبره پاتې شو نو د کرزی نور ونه رسید بس دومره یی وکړ چی په امارت باندی یی د پخوا په شان یو بل تور هم ولګاوه هغه داسی چی امریکا مونږ سره د امارت په استازیتوب باندی اخبرې اترې کوي او مونږ نه غوښتل چی امارت ته سیاسی دفتر خلاص کړو خو امریکا اوس د دوی سیاسی دفتر ته د سفارت بڼه ورکوي، او حال دا چی امریکا د سیاسی دفتر سره هیڅ رنګه تړاو نه لري او نه کولی شی چی د امارت په استازیتوب باندی خبرې اترې ترسره کړی نو هیوادول باید بیدار وی چی د لاسپوڅی کرزی په پوچو ادعاوو باندی غلط نه شی اوس کرزی بیا یو ځل د قطر په سفر روان شو نو کرزی که شرم ولری باید له مخکینی سفر څخه پند او عبرت واخلي چې له څرنګه غبرګون سره مخامخ شو، نو هغه متل دی وایی: پيشکه که پر مخ پوزه لر ي نو بیا به ونه کړي ورانکاري!!!

 لیکوال: حقمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x