افغانستان

ناټو: بیا به په افغانستان کې هیڅکله ونه جنګېږو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د ناټو سرمنشي «جینز سټولټنبرګ» وايي چې د طالبانو د ځپلو لپاره له افغان ځواکونو سره مرستې ته چمتو دي خو له دې وروسته به هیڅکله په جنګي عملیاتو کې عملي ونډه وانخلي.

نوموړی چې کابل ته په دوه ورځني رسمي سفر راغلی، تېره ورځ یې په یو خبري کنفرانس کې د افغان ځواکونو «جنګي لاسته راوړنې» وستایلې او هغه ژمنه یې یو ځل بیا تکرار کړه چې ناټو به له افغان ځواکونو سره مالي او رونیزې مرستې جاري ساتي.

خو نوموړي هغه وړاندیزونه په کلکه رد کړل، چې که طالبان د هیواد امنیت ته ګواښ پیښ کړي ناټو یې باید د مخنیوي لپاره بیرته جګړه ییز ماموریت ته وروګرځي. سټولټنبرک زیاته کړه: «مونږ د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره همیشه همکارۍ ته چمتو یو، خو دا به غیرجګړه ییزه همکاري وي، مونږ به هیڅکله بیرته جنګي عملیاتو ته ورونه ګرځو».

له بلې خوا د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني چې د ناټو سرمنشي سره یې په ګډه خبري کنفرانس ته وینا کوله، افغان امنیتي ځواکونه «پیاوړي شوي» وبلل او زیاته یې کړه چې له طالبانو سره یې د مقابلې وړتیا موندلې ده.

نوموړي وویل چې د افغان ځواکونو وړتیاوې دومره ځواکمنې شوي چې په هیواد او په ځانګړي ډول په شمالي ولایتونو کې د طالبانو د پسرلنیو جګړو ګواښ په شا تمبولی شي.

اشرف غني ادعا وکړه چې افغان ځواکونو په کابل او شمالي ولایتونو کې امنیت ټینګ کړی او د بغلان ولایت په ګډون يې ګڼې سیمې د مخالفینو له شتون څخه پاکې کړي دي. نوموړي وویل چې د افغان ځواکونو عملیات د دې لامل ګرځیدلي چې طالبان په راتلونکو پسرلنیو عملیاتو کې دغه سیمې د جګړو د مرکزونو په توګه ونه شي کارولی.

ولسمشر اشرف غني او جینز سټولټنبرګ تېره ورځ په داسې مهال د افغان ځواکونو وړتیاوې ستایلې، چې د هیواد په جنوبي ولایت هلمند کې افغان ځواکونه د خانشین له ولسوالۍ څخه په تېښته وو او نوموړې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدونکې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x