نړۍ

پېښور: د حکومتي کارکوونکو په بس موټر کې چاودني ۱۵ تنه وژلي، لسګونه ټپيان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۶مه، ۱۳۹۴ ل): د پاکستان د خیبرپښتنوخوا ایالت په مرکز پېښور ښار کې د حکومتي کارکوونکو په بس موټر کې چاودني لږترلږه ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي.

چاودنه د حکومتي کارکوونکو په هغه بس موټر کې سوي چې د مردان څخه یې پېښور ښار ته کارکوونکي لیږدول، په چاودنه کې ۱۵ تنه وژل سوي او ۲۵ تنه نور ټپيان دي او همدارنګه د چاودني له امله بس موټر تخریب سوی دی.

د پېښور د پولیسو یوه قومندان «عباس مجید» رسنیو ته وویل چې چاودیدونکي توکي د سي ان جي ګیس د څلورو ډبو سره نژدې ځای پر ځای سوي وه چې د چاودني سره یوځای دغه ډبې هم منفجر سوي او له امله یې درنه مرګ ژوبله رامنځته سوه.

نوموړۍ زیاتوي چې په بس موټر کې تر ۴۰ زیات حکومتي کارکوونکي سپاره وه.

په دې وروستیو کې یوځل بیا د خیبرپښتونخوا ایالت د چاودنو او سرتیرو بریدونو شاهد دی، لس ورځي وړاندي د همدې ایالت د چارسدې په شبقدر بازار کې د محکمې مخته په سرتیري برید کې د دوو پولیسو په ګډون ۱۷ تنه ووژل سول او ۳۰ تنه نور ټپيان سول.

د روان کال په جنوري میاشت کې د چارسدې پر باچا خان پوهنتون برید لږترلږه ۲۱ تنه ووژل.

همدارنګه په جنوري میاشت کې د پېښور ښار د کارخانو مارکیټ ته څېرمه چاودني د پاکستان د «خاصه دار» پوځ ۱۰ سرتیري ووژل او تر ۲۰ ډیر یې ټپيان کړل.

د ننۍ پېښي پړه تراوسه کومي ډلي پر غاړه نه ده اخیستي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x