ایسا: د تېرو کلونو په پرتله دېرش سلنه پانګونه کمه شوې ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د پانګونې اداره « ایسا » وايي چې د تېرو کلونو په پرتله د نا امنیو له امله په پانګونه کې دېرش سلنه کمښت راغلی.

محمد قربان حقجو په کابل کې خبري ناستې ته وویل چې په تېر کال کې د نړیوال بانک وجهي صندوق د افغانستان اقتصادي پرمختیا شپږ سلنه اټکل کړې وه، په داسې حال کې ۵،۲ سلنه ثابته شوه.

د هغه په خبر د تېر ۱۳۹۳ لمزیز کال په پرتله سږ ۱۳۹۴ کال کې د هېواد اقتصادي پرمختک ۲،۲ سلنه له کمښت سره مخ شوی دی، چې په وینا يې د نړیوالو مرستو کمښت پرې څرګند تاثیر لرلی دی.

حقجو وايي چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د هېواد ټوله پانګونه ۸۵۰ ميلونه ډالر وه، خو په تېر ميلادي کال کې ۵۹۰ ميلیونه ډالره ثبت شوې ده.

هغه وايي چې اداري فساد، بد امنیتي وضعیت او بې اعتمادي هغه څه دي چې خلک په هېواد کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

ياده دې وي په هېواد کې د جنايي پېښو له ډېرېدو سره مشهور پانګوال وضعیت خوندي نه بولي او هڅه کوي چې خپله پانګه له هېواده وباسي، چې د اقتصادي شنونکو په باور که حالات د باور وړ نه شي ښايي اقتصادي وضعیت مو له صفر سره ضرب شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د