
خوست: دېرش کلنه دښمني پر دوستۍ بدله شوه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د ځايی قومي مخورو په منځګړيتوب د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې دېرش کلنه دښمني پر دوستۍ بدله شوه.
د تڼیو ولسوالۍ د حاجي دمساز او او حاجي اول خان د کورنیو تر منځ پر یو سوداګریز جنجال پیل شوې دښمني دېرش کاله اوږده شوه، چې پکې له دواړو خواو نه شپږ کسان وژل شوي دي.
د دې دښمنۍ د ختمولو لپاره له څو کلونو راهیسې هڅې روانې، چې تېره ورځ ځايي قومي مخور پر دې وتوانېدل چې د جرګې له لارې دا دښمني پای ته ورسوي.
په دې پرېکړه کې د دواړو لوریو له خوا درې ـ درې تنه وژل شوي و، خو د یو تن زخمي کېدو په بدل کې يې مقابل لوري نقدې پیسې او ننواتي وکړه.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې که څه هم په دې ولایت کې جرګې ځانګړی ارزښت لري خو د حاجي دمساز او حاجي اول خان دښمني په دېرش کاله کې پر دوستۍ بدله نه شوه، مګر سږ کال د قومي مشرانو پرلپسې هڅو ځای ونیو او دواړه لوري يې روغې ته سره کېنول.
د دښمنۍ دواړه اړخونه د مرکې پر شوې پرېکړه خوښ برېښېدل، پخپلو تېرو کړو يې پښېماني ښودله او ژمنه يې وکړه چې بیا به د چا خون په غاړه نه اخلي.
ياده دې وي په افغانستان کې د جرګو دودیز جوړښت د دې سبب شوی چې ان د نیمي پېړۍ دښمنۍ يې پر دوستي بدلې کړې دي، چې د خوست د تڼيو دا روغه يې ژوندۍ نمونه بللی شو.
دجرګو وطن افغانستان دی : دغه لوی ستونزی چه په لویو انقلابونو آوښتی که دجرګو له لاری حل نه شی فکر نه کوم چه د جان کیر په تکتیک دی حل شی ؟؟؟؟؟