
هوا پېژندنې ادارې د سیلابونو او توپان اټکل کړی دی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د هوا پېژندنه ادارې په هېواد کې د ورښتونو او توپان اټکل کړی دی.
دغه اداره وايي چې د افغانستان په ګډون، هند، پاکستان او د سیمې په نورو ساحو کې هم ښايي ورښتونه توند او د توپان پیدا کېدو امکان شته.
سرچينه وړاندې زیاتوي چې ښايي دغه توپان درې ورځې دوام وکړي چې هېوادوال باید تر پېښېدو وړاندې خبر وي.
د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې د هېواد په ځینو سیمو کې به د سختو ورښتونو له امله سیلابونه هم راووځي.
د هوا پېژندنې اداره په داسې حال کې د توپان او سخت ورښت خبر ورکوي چې له تېرې شپې راهیسې د پلازمېنې کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې ورښتونه پیل شوي دي.