افغانستان

صیقل: پاکستان دريو میاشتو کې هره میاشت نږدې ۲۰ سرغړونې کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي ويلي چې په تېرو دریو میاشتو کې پاکستان هره میاشت نږدې ۲۰ داسې سرغړونې کړې چې د افغانستان ځمکنی حاکميت يې ننګولی دی.

محمود صیقل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې وویل چې که پاکستان له افغانستان سره دا ډول چارو ته دوام ورکړي ښايي اړیکي مو سره ترینګلې شي.

نوموړي پر نړۍ غږ وکړ چې پاکستان د ډېورنډ فرضي کرښېپه اوږدو کې ۵۶ داسې سرغړونې کړې چې د افغانستان ځمکني حاکمیت يې ننګولی دی.

هغه په یاده شورا کې وویل چې افغانان نور د پاکستان د دا ډول کړنو زغم نه لري او هغه هېواد هم باید نور دا ډول چارو ته دوام ورنه کړي.

یاده دې وي پاکستان سربېره پر دې چې د کندهار په معروف، د ننګرهار په ګواشته، د پکتیکا په برمل او د پکتیا په ځینو سیمو کې وړاندې راغلی، څو ورځې وړاندې يې د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې هوايي ځواکونو بمباري هم وکړله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

وایی ښځو کی هم سړی شته ، د کابل شځینه غلامه اداره کی هم د پاکستان په خلاف احساس پیدا شو ، دا څو کلونه چه په کنړ او ننګرهار او داسی نورو ځایو د پاکسان توپخانه مارش وه ، سرغړونه نه وه مقابله یا ترخه خبره پریږده ګیله یی هم ورته له ډاره ونه کړی شوه ، ځکه چه شریک بادار ورته قومانده نه وه ورکړی ، حتی د پاکستان سره یی د طالبانو په اړه پشه وازی پيل کړی وو کله د لمړی ښوونځی شاګردان هره ورځ به د پاکستان جنرالان او د کابل د غلامی اداری سربرستان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x