noristan badakhshan-road

د بدخشان او نورستان ترمنځ د سړک جوړولو کار پیل شو

د بدخشان او نورستان ترمنځ په غرنۍ لاری د سړک جوړلو پروژه  رسماً د  نورستان والی تمیم نورستانی او د نورو ادارو د مشرانو لخوا پرانستل شو

یاده د سړک جوړونی پروژه د جامغه پارون په نامه یوه ساختمانی شرکت ته ورکړل شوی ددی شرکت  مسول حاجی ظهور وایی چی یاد لس کیلومټره سړک به په غرنۍ سیمه کی تر بدخشان ورسیږی دده په وینا چی شاوخوا پنځه لکه امریکایی ډالر به د یادی پروژی لګښت وی چی د ولایت له بودیجی څخه ورکول کیږی او په شاوخوا یوه نیمه میاشت کی به یی کارونه بشپړ شی

د نورستان والی ښاغلی تمیم نورستانی خوښی څرګنده کړه چی په دی ورستیو کی په نورستان ولایت کی د بیارغونی کارونو پراختیا موندلی نورستانۍ زیاتوی چی له دی لاری به د نورستان اوسیدونکی په اسانۍ سره وکړای چی بدخشان او بیا نورو ولایتونو ته تګ راتګ وکړی

د یادولو وړ ده چی اوس یوازینی لار د نورستان او کونړ ترمنځ ده چی نورستان یی له نورو ولایتونو سره نښلولی ولی دا لار اوس د وسلوالو مخالفینو په لاس کی ده د نورستان اوسیدونکی وایی چی که چیری یاده لاره  پرانستل شی  نو د دوی ډیری ستونزی به هواری شی

خبریال زرداد شینواری ( پارون )

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د