
کونړ کې د اردو توپونو د یوې کورنۍ پنځه مېرمنې ووژلې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د توپونو په ډزو کې د یوه کور پنځه مېرمنې ووژلې.
تېره شپه د يادې ولسوالۍ په حاجي اباد کلي کې د توپونو د لګېدو له امله یو کور بشپړ ویجاړ او د دې کورنۍ پنځه ښځينه غړې ځای پر ځای ووژل شوې.
ځايي اوسېدونکي وايي چې توپونه په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له مرکزه ور توغول شوي دي، خو د کونړ ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې دی چې موده وړاندې د کونړ په مرکز کې هم د يوې خونړۍ چاودنې په پایله کې ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.
ياده دې وي تېره ورځ د لوګر ولایت د برکي برک په جوکي بازار کې هم د توغول شویو توپونو له امله ۱۱ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي، چې د ځينو يې روغتيايي حالت د سختې اندېښنې وړ ښوودل شوی دی.
تر دې وړاندې هم د غزني په قره باغ کې د ملي اردو عسکرو یو تن ځوان ځای پر ځای وواژه، چې په غبرګون کې يې د دې ولسوالۍ د چوارخېلو کلي لسګونو اوسېدونکو اعتراضي لاریون هم ترسره کړ.
ولسي وګړو پرلپسې د جګړې پر دواړو غاړو غږ کړی چې د ولسي مرګ ـ ژوبلې په وسیله دې د بریا او مقابل لوري د ناکامولو هڅه نه کوي.