شعـــــرونه

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

ماته چې کله هم ګل غېږه راکړي
دستي شاعر شم، غزل غېږه راکړي

څه په سخي جـانان اوښتی یمه
چې څنګه ورشم یوځل غېږه راکړي

هرې مرمۍ پسې سینه ګرځوم
که کومه حوره بخمل غېږه راکړي

صبر چې ورشمه او ویې وینم
ګوندې که بیا په څه چل غېږه راکړي

زه یې د مینې پوروړی یمه !!!
له خولګۍ مخکې اول غېږه راکړي

نور نو د ښکلو چم ته نه ورځمه
هسې نه بیا د زړه غل غېږه راکړي

* د وصال شپه یې د جنت نمــونه !!!
سر ته مې کېږدي څنګل، غېږه راکړي *

خوب مې لیده چې شهید شوی یمه
سنګر کې یم، یو اتل غېږه راکړي

نه لېونی یم، نه مئین “خدرخېل”
ماته به څنګه ځنګل غېږه راکړي!؟

ــــــــــــــــ
جانان خدرخېل

۱۳۹۳/۱۲/۲۵

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x