شعـــــرونه

غزل: ثنا ضېوال

ثنا ضيوال

څه کاپیر لري اثر د دواړو سترګو
کلی ړنګ نه کړي په سر د دواړو سترګو

ما کچکول دی د دېدن درته راوړی
ته ورواچوه نظر د دواړو سترګو

دا زما د زړه ماڼۍ به کړي پرې غرقه
خلاص چې نه کړي سمندر د دواړو سترګو

ننداري وي په ګودر د دواړو سترګو
ننداري وي مازدیګر د دواړو سترګو

هسې نه چې دې له کلې ورک کړي یاره
دا ضیوال هم مسافر د دواړو سترګو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x