افغانستان

دفاع وزارت وايي پاکستان ته قاچاقېدونکې پرزې د ناټو د کباړ دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي چې پاکستان ته قاچاقېدونکې پرزې د ناټو د کباړ شویو نقلیه وسایلو دي.

دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دوی له ډېورنډ فرضي کرښې سره څېرمه د نیولو شویو کانټيرونو څېړنه پیل کړې ده.

تېره ورځ د ننګرهار د ولایتي شورا مشر رسنیو ته خبر ورکړ، چې په دې ولایت کې د ملي امنیت مسوولینو هغه کانتیرونه نیولي چې د هند له لوري د مرسته شویو هلیکوپټرو پرزې پکې پاکستان ته قاچاق کېدلې.

احمد علي حضرت وویل چې پېښه دوه اوونۍ وړاندې شوې ده، خو د ځانګړیو دلایلو له مخې له رسنیو سره شریکه شوې نه ده.

د ملي دفاع وزارت که څه هم د څېړنې د پیل خبر ورکوي، خو دا نه مني چې په یادو کانټيرونو کې د افغان پوځ د وسایلو پرزې انتقالېدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x