
غزل: لطف الله خيرخوا
لطف الله خيرخوا
د محبت د مينې ياد خو لږ په کار دی کنه
زما د بې توله مينې داد خو لږ په کار دی کنه
يوه خندا ده د هغه د قصده وکړه کنه
د نفرتونو ضد جهاد خو لږ په کار دی کنه
زه په سولۍ شوم ته د ځايه هم ونه خوځېدې
غږ د شهيده زنده باد خو لږ په کار دی کنه
دومره بې څوکه بې اسرې شوم په دې ډک وطن کې؟
د مجاهد د څڼو باد خو لږ په کار دی کنه
د پاني پت فاتحه څنګه داسې غلی تېر شوې؟
ټپ شوي غږ سره امداد خو لږ په کاری کنه
خيرخوا