شعـــــرونه

غزل: خالق یار احمدزی

خالق یار احمدزی

مینه کړي جانانه هر یو خار نن زولنو ته
زړونه چې زخمي کړل لاله زار نن زولنو ته
.
وشلیږي د وصل هتکړۍ بیلتون راکډه شي
سترګې شي راډکې ، زړه بیمار نن زولنو ته

ما په توجه کې ستا د ننه ضمیر بیا لیده
خاندي هم غصې کړي ابتکار نن زولنوته

چیغه د غیرت مې سومنات چې دړې،وړې کړ
ما هم رانسکور کړ هغه ښار نن  زولنو ته

وخت به په نصیب کې پرې دبدر سپوږمۍ راولي
تور ماښام رڼا به کړی مدار نن زولنوته

دا کتاب دحسن چې نكته یې طالب جان ایښې
ګوري په لاسو کې زما یار نن زولنو ته

هجر به دې وخوري که د عمر مسافر شولې
بیا غزل راګیر کړ خالقیار نن زولنو ته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x