tayyab agha

طالبانو خپل د بهرنۍ تګلاري څخه دفاع وکړه

نن ټکی آسیا: په قطر هیواد کی د طالبانو د استاذو اوسیدني دې ته لاره هواره کړې چي له هغه ځایه څخه د طالبانو بهرني اړیکي زیاتي سي، او په دې لړ کې په دې ورستیو کي د طالبانو دوه پلاوي د افغانستان ګاونډي هیواد ایران ته سفرونه وکړل، او هلته یې د طالبانو په وینا یو ځل د ایراني چارواکو سره مخامخ خبري وکړې او بل ځل یی په یوه نړیوال کانفرانس کي ګډون وکړ.

طالبانو په یوه وروستۍ سیاسي تبصره کي منلي چي ایران ته په سفر کونکو کي د سیاسي دفتر مشر طیب اغا هم شامل وو، او زیاتوي چی دا ملاقاتونه او سفرونه د اسلامي امارت د سالم، متوازن او خود مختاره او مستقل بهرني سیاست ګواهي ورکوي.

طالبانو ویلي چي دوی نه غواړي چي د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کي لاسوهنه وکړي، بلکي غواړي د هغوی سره اړیکي ټینګي کړي، چي په دې لړ کي د ایران سره هم اړیکي ټینګي شوی.

د طالبانو سیاسي تبصره چی نن ټکی آسیا ته هم لیږل شوې، مونږ یی د اهمیت له وجي د خپلو کتونکو په مخ کي کټ مټ ږدو.

—————–

د اسلامي امارت بهرنۍ تګلاره د هیواد لوړې ګټې تمثیلوي

په نننۍ نړۍ کې هر هیواد، هر ولس او هره ټولنه د خپلو ګټو او مصلحتونو د بشپړتیا او تکامل لپاره نورو ته اړتیا لري، هیوادونه د خپلمنځي اړیکو له لارې ذات البیني مشترکات تعقیبوي، د اقتصادي پرمختګ، اجتماعي سوکالۍ او د ولس لپاره د هوسا او ارام ژوند په لټون کې د یو بل سره دیپلوماتیکي اړیکي جوړوي، راشه درشه کوي، د علاقي وړ مسائل مطرح کوي، د ضرورت پر مهال له یو بل سره مرسته کوي، د خپلو خلکو د ستونزو د لمنځه وړلو لپاره د حل لارې لټوي.

همدا وجه ده چې اسلامي امارت د خپل متوازن او معقول بهرني سیاست په رڼا کې د سیمي او نړۍ د مختلفو هیوادونو سره د متقابل احترام، مساواتو او د یو بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې د اصولو پر بنا دیپلوماتیکي اړیکې ټینګې کړیدي او کوښښ کوي چې خپلې سیاسي اړیکې پراخه کړي او نورو هیوادو ته یي هم وغځوي، د ایران اسلامي جمهوریت سره زموږ اړیکې د دې زنځیر یوه کړۍ ده.

دایران اسلامي جمهوریت په غوښتنه نوموړي هیواد ته د اسلامي امارت د سیایسی دفتر د مشر او ورسره هیت سفر او د ایراني چارواکو سره دهغوی ګټور ملاقاتونه په څرګند ډول داسلامي امارت د سالم، متوازن او خود مختاره او مستقل بهرني سیاست په معقولیت ګواهي ورکوي، دا چې دغه هیئت د هغوی سره په لیدنو کتنو کې د دو طرفه اړیکو د لا ښه کولو اودافغاني مهاجرینو ستونزي راپورته کړیدي او پر هغه یي خبرې کړیدي ثابتوي چې له بهرنیو هیوادونو سره د اړیکو جوړولو اصلي هدف او مقصد د افغان ولس د ګټو تکامل او د ګران هیواد د علیا مصالحو تامین دی نه بل شی.

ایران یو اسلامي هیواد دی، د افغانستان سره ګډه پوله لري، هلته تر دوه ملیونه زیات مهاجر افغانان اوسیږي، پریمانه نفت او ښه اقتصاد او بحر ته لار لري، د سیمي او نړۍ په کچه مهم هیواد دی، دا هغه وجوهات دي چې دا دواړه هیوادونه سره نېږدي کوي، بلکه دواړې خواوې اړباسي چې د ملي مصالحو او ښه ګاونډيتوب په چاپیریال کې راکړه ورکړه وکړي او خپلمنځي سیاسي، ټولنیز او اقتصادي روابط ولري.

د افغانستان د اسلامي امارت کورنۍ او بهرنۍ تګلاره د اسلام د مبارک دین څخه سر چشمه اخلي، اسلام د هغو ضوابطو، کلیاتو او اصولو لارښوونه کړیده چې د بشریت د سعادت او نیکمرغی تضمین کوي او د انساني ټولنو نظم او نسق ته رونق ورکوي، اسلام د مسلمانو سره د ورورۍ، شفقت او تعاون هدایت کوي او د غیر مسلم سره د انصاف، عدالت اوپه هغوی با نمدي دناروا تجاوزدنه کولو سپارښتنه کوي، او له ټولو بني آدمانو سره د ښه سلوک،او ښه ګاونډیتوب غوښتونکی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د