نړۍ

ایکواډور: د پوځي الوتکي د غورځېدو په پېښه کي ۲۲ سرتیري وژل سوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۶مه، ۱۳۹۴ ل): د سویلي امریکا په ایکواډور هیواد کي یوه پوځي الوتکه تر غورځېدو وروسته له منځه تللي او ۲۲ تنه پوځیان پکښي وژل سوي دي.

پوځي چارواکو ویلي چې الوتکه پر یوه روزنیز  پرواز وه چي د پېښي سره مخ سوه.

امریکايي تلویزیون «سی ان ان» په خپل راپور کي ویلي چي الوتکه هغه وخت د پېښي سره مخ سوه کله چي د ختیځ پستازه ایالت د ایمازون پر ځنګل یې الوتنه کول.

د ایکواډور ولسمشر رافیل کورېیا پر خپل ټویټر پاڼه د ۲۲ پوځیانو وژل کیدل تایید کړي، نوموړۍ وایې چې دا یوه داسي پېښه وه چې هیڅوک ژوندئ نه دی پکښي پاته سوی.

د الوتکي د غورځېدو لامل تراوسه نه دی څرګند سوی.

د ایکواډور د پوځ په خپره سوي اعلامیه کي راغلي چې په پېښه کي دوه پلوټان، یو مستري او ۱۹ پراشوټیان وژل سوي دي.

د بریتانوی نشریاتي ادارې «بي بي سي» پر ویب پاڼه لیکل سوي چي غورځېدلي الوتکه د اسرائیلو جوړ (Arawa) ده چي پر ځایي وخت ۲۰ بالا دوې بجې باندي غورځېدلي.ت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قسيم خان

فه بس باندى حمله كول خوبزدلانه حركت دي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x