شعـــــرونه

غزل: بشير وصال

بشير وصال

شفق به درته وایمه دزړه ماتې سندرې
ته هم په زړه کي وساته یوڅه ماتې سندرې

له خوبه به اوس نه وزې ارام به یې له شوره
چي چابه درته وېلي په ویده ماتې سندرې

اسمان سره مي ولیدي له ستورو سره ناست وي
دچاپه یاد دي کړي ورته په شپه ماتې سندرې

نیمګړي نیمه خوا شول دیتیم دزړه فصلونه
پري اوري هره ورځ لکه شیشه ماتې سندرې

لږسر ګریوان ته ښکته کړه دازړه ظالم دی پوه کړه
چی نه مي ماتوي په ځیګره ماتې سندرې

داستا دوصال تاربه مي نیولی ترهغو وي
چي وینم دي په خوله کي مستانه ماتې سندرې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x