شعـــــرونه

غزل: مشفق حريت مل

مشفق حريت مل

کړيکې مې وکړې خو هيچا راته قربان ونه کړ
زما په حال چا خواشيني او چا خفګان ونه کړ

ظالم داړلم خو زه پروت لکه مړ ژواندی جسد
چې غږ مې وانه ورېده چا، نو مې ګريان ونه کړ

راته د ډېرو دوه مخي او څو مخي ښکاره شوه
عشق شو پاتې، محبت مې په جهان ونه کړ

ولې دې دين کړو له دنيا او له قدرته قربان
ولې په تاباندې اغېز دا ستا ايمان ونه کړ

تا چې جفا وکړه، او لار دې د وفا  پرېښوده
زما پښتون زړګي هيڅکله ستا ارمان ونه کړ

زه له ناټو له ايساف نه ګيله ولې وکړم؟
چې زما مرګي ته صبر، زما خپل قومندان ونه کړ

دلته هريو واکمن مشفقه ځان ته ګټه وکړه
خو غم هيچا زما د ګران افغانستان ونه کړ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x