عاجل خبر: دکابل هوایي ډګر ته نژدې دګلوبل په نوم پربهرني شرکت برید شوی
له سیمې نه په تازه رارسیدلی خبر کې ویل شوي نن سهار وختي دکابل هوایي ډګر ته څیرمه دګلوبل په نوم دیوه بهرني شرکت په مرکز دڅو تنو مسلحو کسانو لخوا وسلوال برید ترسره شوی ، همداراز دهوايي ډګر شا وخوا سیمه کې واقع پرځینو نظامي مرکزونو د درنو وسلو ډزې شوې . په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې لومړی یې دیوې قوي چاودنې اواز واورید ورپسې دسپکو وسلو مسلسلې ډزې واوریدل شوې.
ډیر امکان لیدل کیږي چې برید به دطالبانو له لوري ترسره شوی وي ،خو تر دې دمه خپله طالبانو په رسمي ډول دبرید په اړه څه نه دي ویلي.
اوس لا وختي دي چې وویل شي دحملې هدف کوم ځاي دي ځکه دپیښې ځاي ته نژدې دګلوبل شرکت په شمول ګڼ شمیر دولتي ودانۍ پوځي مرکزونه او دکابل هوايي ډګر امنیتي پوستې دي .
احمد بریال