ورزش

نړیوال جام: پاکستان او ویسټ انډیز خپلې لومړنۍ لوبې وګټلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب۲۶مه ۱۳۹۴ل): د کرکيټ نړیوال جام په سوپر ۱۰ پړاو کې پاکستان کرکیټ لوبډلې بنګلادیش او ویسټ انډیز، انګلستان ته لویې ماتې ورکړلې.

د ویسټ انډيز او انګلستان تر منځ لوبه کې وتلی او تیز لوبغاړي کریس ګیل د تېر په څېر یو ځل بیا سلیزه ووهله او خپله لوبډله يې په ۶ ویکټو بریالۍ کړه.

نننۍ سیالۍ کې پچه ویسټ انډيز وګټله او د لومړي توپ اچونې پریکړه یې وکړه. انګلستان په ټاکل شوو شل اورونو کې ۱۸۲ ښې منډې جوړې کړې او د دې تمه وه چې انګلستان به دغه لوبه وګټي.

خو د ویسټ انډيز ذمه وار توپوهونکي کرس ګیل د انګلستان ارمانونه له خاورو سره خاورې کړل او لوبه یې په ۱۸.۱ اورونو کې وګټله.

کریس ګیل په ۴۸ بالونو سلیزه ووهله. هغه په نننۍ لوبه کې ۵ څلوریزې او ۱۱ شپږیزې شاملې وې.

بل لوري ته پاکستان د شاهدافریدي د تېزې توپوهنې پر مټ بنګلادیش ته په ۵۵ منډو ماتې ورکړه او د اسیا جام غچ یې واخېست.

په دغه سیالۍ کې پچه پاکستان وګټله او د لومړي توپوهنې پریکړه یې وکړه. پاکستان په ټاکل شوو شل اورونو کې ۲۰۱ منډې جوړې کړې.

محمدشهزاد او محمدحفیظ نیمه سلیزې ووهلې او شاهد افریدي ۴۹ منډې جوړې کړې. افریدي پر دې سربېره ۲ ویکټې هم واخېستلې.

بنګلادیش په ۲۰ اورونو کې د شپږو ویکټو په غورځېدو ۱۴۶ منډې جوړې او په ستر توپیر یې لوبه وبایلله.

پاکستان بله سیالي د مارچ په ۱۹مه د کوربه هندوستان سره لوبه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x