په ځوان کهول څه تیریږی..!!!

عبدالحق فقيرزاده

افغان ځوانان هغه ځوانان دی چی د نړی په هر ډګر کی ځلیدلې دی
دا چی اوس څوک ورته پاملرنه نه کوي ستره تیروتنه (خطا) کوي
د ارګ او اجرائیه ریاست ډاکټر صاحبان پرته له دی چی د افغان ځوانانو ستونزې حل
او فصل کړي نورې نخوالې هم ورته زیږوي

زموږ ډیرې مشران اوس د ارګ او اجراییه ریاست ډاکټر صاحبانو ته
د خبرو ګوډي وایي ریښتیا هم دوي کوم داسی کار کړی چی مشران ورته د خبرو
ګوډي ونه وایي.؟
ایا په ټاکنیزو کمپاینونو کی له ځوانانو سره ژمني ونکړی.؟ په لسهاو
ژمني وعدي یی له ولس سره وکړي
ایا کومه یوه یي ترسره یا پوره کړه.؟

ډاکټر صاحبانو خو د ځوانانو لپاره وزارت جوړه وه ، هغه وزارت یی په کومه
ساحه کی جوړ کړي ده .؟
مشر وزیر صیب یي څوک ده ..؟ څومره ځوانان یي یوځاي کړي دی.؟
د څومره ځوانانو ستونزې یي اوریدلې او د حل لاره یي ورته پيدا کړي ده.؟
که د جواب په لټه کی شو هېڅ هم نشته وزارت نه یي راته معینیت جوړ کړه
وزیر نه یی راته معین جوړ کړه معین صیب بل څوک نه کمال سادات ده تکړه ژڼي
ده خو تش په نوم.!!!

معین صیب تیره ورځ په یو موطبوعاتی کنفرانس کی زیاته کړه چی په راتلوونکو
پنځوو کالونو کی به یو میلون ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړو. معین
صیب راتلونکی پنځه کاله ورسته به نوی نظام وي هغوی به له ځان سره نوی
پلانونه پروژدی عملی کوی زما سرګردان ځوان به بیا همداسی د پنځوو کالونو
لپاره ګرځي، او دا مو هم ونه ویل چی کوموځوانانو لپاره د کار زمینه
برابره وی د خیټو زورواکو زامن یا خپل خپلوان.؟

دوی تل خبري کړي خو بیا په عمل کی له صفر سره ضرب دی

ارګ میشتو اجراییه میشتو په اوس وخت کي ځوانانو ته څه کړي دی.؟
ایا په ارګ کی ټول ځوانان دی.؟ تاسی اجراییه ریاست ته مخ ورښکاره کړي چی
څوک په چوکیو ناست دی

که پلټنه څیړنه اوشې پوه به شې چی ټول یی ماماګان خپل خپلوان کینولی دی
او یا هم د خیټو زورواکي وروڼه ، زامن سره راجمع شوي دی.

په داسی حال کې زما ځوان څه وکړی.؟
چیرته لاړ شې.؟ څوک به دنده ورکړی.؟

هغه ځوان چی خپل ډیر عمر په زده کړه کی تیر کړی له ځان سره هیلی ارمانونه
لری تل له ځان سره وایی که پوهنتون خلاص کړم یو ځای کی به دنده کوم خپل
ګران هیواد ته به د خدمت مصدر ګرځم ولی کله چی فارغ شی اسناد په لاس کی
په یو او بل دفتر سر ګردانه ګرځې ټول دولتي شخصي اداري ولټوي خو څوک ورته
دنده نه ورکوی

ولی چی ځوان واسطه نلری د خیټو زورواکی غل زوی نه ده.

زما ځوان به ولې نه پوډری کیږی .؟
ولی به په غیری قانونی کړنو لاس نه پوری کوی.؟
هرو مرو به خپل هیواد پریژدی مهاجرت ته به ملا تړی
د تل لپاره به له هیواد او ولس سره مخه ښه کوی
دا ولی او د چا له لاسه بیا هم ټوله ګوتڅنډنه همدی د خبرو ګوډو ته نیول کیژی.

یادونه: د خبرو ګوډو ځوان کهول سخت دردیدلی ستړی شوی ده د کړنګ پرغاړه د
خپل مرګ انتظار اوباسی
مه پریژدی چی ژوند یی له خطر سره مخ شی.

د هغی ورځي په هیله چی هیڅ ځوان خپل هیواد پری نږدی

ستر انسان هغه ده چی د ستونزو پر وړاندی مبارزه وکړی
د لوی ازاده خپلواکه افغانستان په هیله
په ډیر درنښت

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د