kabul airport breed

تازه خبر:طالبان وايي دکابل په هوايي ډګر کې یې پرنظامي تاسیساتو اودالوتکو پرتم ځاي برید کړی

نن سهار وختي څلور بجې  دکابل په هوایی ډګر کې دننه دڅو تنوسرښندونکو له لوري جګړه پیل شوې چې اوس دسهار تراووه نیمو بجو لا دوام لري . له سیمې نه وروستي ترلاسه شوي راپورنه وايي دپیښې له ځايه دسپکو او درنو وسلو ډزې اوریدل کیږي او دحملې له ځایه داور لوخړې پورته کیږي.

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لیږل شوي پیغام کې دحملې مسولیت منلي ، نوموړي وايي دخالد بن ولید دپیل شویو عملیاتو په لړ کې دکابل هوايي ډګر ته ګڼ شمیر فدايي مجاهدینو ننوتلي او هلته پرمیشتو بهرنیو او کورنیو عسکرو او دولتي منسبوینویې جګړه پیل کړې، ذبیح الله مجاهد ویلي ، دحملې هدف یې په هوایي ډګر کې هغه برخه وه چیرته چې پوځي او دولتي تاسیسات ،دبهرنیانو تفریح ګاوې، دالوتکو تم ځایونه  او دتیلو ذخیرې موجودي دي.

طالبانو ویاند ویلي دحملې له امله دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ،ځکه چې  پردښمن یې په ډیر غافلګیر حالت کې حمله کړې ددښمن عسکرو ته دفاع هیڅ موقع نه ده ورکړل شوې.

دترلاسه شویو معلوماتو لمخې ،دکابل په هوایي ډګر کې اضطراري حالات پیل شوي دهوايي ډګر امنیتي چارواکي او له دباندي  دمرستې لپاره راغلي عسکر په هوايي ډګر کې یو خوا بل خو تلواري منډې وهي ،خو تردې مهال یې جګړه نه ده قابو کړې.

دکابل هوایي ډګر دکابل ښار په ترټولو خوندي سیمه کې واقع دي چې په دوامداره توګه یې امنیت ساتل کیږي او همیشه ترسختې څارنې لاندي وي.

طالبانو دخالد بن ولید دعملیاتودپیل پرمهال ویلی وي چې ددې عملیاتو په لړ کې به دبهرنیو او اوکورنیو ځواکونو مهم مرکزونه او پوځي قرارګاوې،دبهرنیانو میشت ځایونه او دافغانستان ددولت مهم لوړ پوړي چارواکي به دخپلو حملو هدف وګرځوي.

دوې اوونۍ وړاندې هم طالبانو دسي ای اې پر مهم مرکز سرښندونکی برید ترسره کړ چې له امله یې یو شمیر بهرنیان ووژل شول.

احمد بریال

————–

نور تازه جزیات :

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د