افغانستان

د امنیت شورا سلاکار د حکومت پر خپلمنځي اختلاف ملنډې وهي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هم د افغان حکومت خپلمنځي اختلاف ته ګوته نیولې، د دې حکومت د امنیت شورا سلاکار هم پر دې اختلاف ملنډې وهي.

د امنیت شورا مطبوعاتي سلاکار نجیب الله منلي پخپله فیسبوکپانه په ارګ کې د ګلخانې او سپېدار ماڼیو د خپلمنځي اختلاف اړوند له ملنډو ډکه تبصره کړې ده.

نوموړي د جمهوري ریاست او اجراییه ریاست تر منځ همیشني اختلافاتو ته په اشارې لیکلي چې دواړه ډاکټر صاحبان د نوي کال په راتګ کې سره اختلاف نه لري.

منلي خپلې تبصرې ته عنوان « مهم خبر » ورکړی او وړاندې يې لیکلي: « د حوت د ۲۹ پر سبا به د ۱۳۹۵ کال د حمل لومړۍ نېټه او د نوي کال ورځ وي. باخبره سرچینې وایي چې په دې اړه د چینار ماڼۍ او سپېدار ماڼۍ تر منځ هېڅ ډول اختلاف نه شته، دواړه ډاکټر صاحبان د نوي کال راتګ نه ردوي.»

د امنیت شورا د مطبوعاتي سلاکار پر دې تبصره خلکو ګڼې تبصرې کړې او له نوموړي سره يې د ګډ حکومت په مسخره کولو کې لا برخه اخیستې ده.

د نبي شينواري په نوم یو تن پرې تبصره کړې او لیکلي يې دي چې دا مسئله هم د دوی له اختلافه لرې نه ده « اختلاف د نوي کال په پیغام ورکول کې شته، دوه پيغامه ولي اختلاف نه دی که څنګه؟ دواړه ماڼۍ خپل بېل بېل پیغامونه وړاندې کوي. »

صلاح الدين مومند بیا پخپله تبصره کې د نوي کال اړوند هم د دوی د واک وېش په نظر کې نیولی بولي، ليکي: «منلی صیب دې ته دې پام نه دی چې د دواړو ښاغلو لپاره دوه ورځې رخصت اعلان شو، یوه ورځ د یو او بله د ورځ د بل.»

ښکاري چې د ګډ حکومت د دواړو مشرانو تر منځ په هره برخه کې پرېمانه اختلاف د امنیت شورا دې سلاکار ته زړه تنګوونکي ښکاره شوی وي، چې خپل زړه يې د فیسبوک له ملنډو ډکې تبصرې کې تش کړی دی.Najib_Manalai-s

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شبیراحمد عثماني

زما په خیال نجیب منلی هم پخپل واک کې نه دی خکه یې دا خبره کړیده او که پخپل واک کې وي نو درشتیا ویل یې غیر اختیاري دي او که غیر اختیاري هم نه وي نو دا حقیقت څرګند شو چې نور اشرف غني احمدزي یوازې یو کرایي لیکوال ورپاته دي نور هیڅوک هم ورسره نشته

الحاج استاذ بیانزی

وایی [ حړی هم تر برګی کم نه دی ] منلی ( نامنلی ) هم تر ع او غ ( غویی او غبی ) کم نه دی ، صرف دومره توپیر لری چه منلی د هغوی مقام تر لاسه کړی نه دی ، که یی تر لاسه کړو ( ع او غ ) ته به سلام واچوو . منلی د افغان ملت ( افغان لعنت ) د ګوند لوړپوړی غړی دی افغان ملتیان د غفار خان په واسطه انګریزانو جوړ کړی ، پاکستان کی د دوی چه پشتانه بی دینه شی بیا ورته پښتانه وایی او مسلمانو پشتنو ته دهشتګر… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

وایی [ حړی هم تر برګی کم نه دی ] منلی ( نامنلی ) هم تر ع او غ ( غویی او غبی ) کم نه دی ، صرف دومره توپیر لری چه منلی د هغوی مقام تر لاسه کړی نه دی ، که یی تر لاسه کړو ( ع او غ ) ته به سلام واچوو . منلی د افغان ملت ( افغان لعنت ) د ګوند لوړپوړی غړی دی افغان ملتیان د غفار خان په واسطه انګریزانو جوړ کړی ، پاکستان کی د دوی چه پشتانه بی دینه شی بیا ورته پښتانه وایی او مسلمانو پشتنو ته دهشتګر… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x