
حامد کرزي تر نامعلومې نیټې په قطر کې واړول
د یوې باخبرې سرچینې په استناد د حکومت مشر حامدکرزی چې قطر هیواد ته تللی او نن سهار یې نیت وو چې بیرته کابل ته راستون شي ، خپل پرواز یې لغو کړی اوترنامعلومې نیټې یې په قطر کې اړولي دي .
حامد کرزي افغانستان ته خپله ستنیدنه له هغه وروسته وځنډوله ، کله چې نن سهار طالبانو دکابل دهوایي ډګر په پوځي برخه برید پیل کړ ، چې لا هم جګړه جریان لري .
دیوې باخبرې سرچینې په استناد حامدکرزي تېره ورځ او شپه په قطر کې خپل پروګرام پای ته رسولی وو او نیت یې وو چې سهار کابل ته والوزي ، خو دطالبانو برید نوموړی ترنامعلومې نیټې په قطر کې وځنډاوو .
تراوسه معلومه نه ده ، چې حامدکرزی به ترڅه وخته په قطر کې اوزګار ناست وي ، ځکه کابل ته دنوموړي راغبرګیدل ، دهوایي ډګر له جګړې سره تړلي دي ، ځکه دحامدکرزي لپاره دا هم ډیره خطرناکه ده ، چې دهیواد په کوم بل هوایي ډګر باندې کوز شي او دځمکې له لارې ارګ ته ځان ورسوي ، ځکه دځمکې لارې ترهوایي لارو ډیرې خونړۍ دي ، چې له همدې امله خو څوکاله وړاندې کرزی له ارګ څخه پول تخنیک ته هم په څرخکه کې تللی وو .
طالبان وایي چې دهوایي ډګر په پوځي مرکز یې ګڼو فدایانو برید کړی ، چې له همدې امله شاید داجګړه ترډیره وغځیږي ، دا امکان هم لري چې دجګړه ترظاهري سکوت وروسته طالبان خپل یو شمیر فدایان په کرزي دبرید لپاره په هوایي ډګر کې غلي کړي ، چې له همدې امله شاید دکرزي د محفوظ راستنیدو وخت نور هم وغځیږي او کیسه تر ورځو ورسیږي .
تراوسه نه ده معلومه چې کرزی به په دې اوزګار وخت کې په قطر کې څه کوي ، ځکه نوموړي خپل رسمي پروګرام او ملاقاتونه پای ته رسولي .
خلک وایي (خندی دغاړې غړوندی دی )، حامد کرزي به پخوا طالبان همیشه له دې امله ملامتول چې ولې په قطر کې میشت شوي ، مګر اوس نوموړي خپله په دې هیواد کې اړولي دي دغه راز به پخوا خلکو ویل چې افغانستان ته ورننوتل اسانه خو راوتل ترې سخت دي ، مګر دکرزي اوسنۍ کیسې ثابته کړې ، چې دې هیواد ته ننوتل هم اسانه نه دي.
——-
کرزی چي په کوم کانفرانس کي ګډون کړی وو، د هغه د پرون ورځي ټول جریان په لاندي ادرس کي موندلای سئ: