
د میګاپيکسل زیاتوالی د ښې کامرې مانا لري؟
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب۲۶مه ۱۳۹۴ل): نن سبا د ځيرک یا سمارټ فون مبایلونو استعمال تر هر څه زیات دی، ډيری خلکو ته د دې په اړه معلومات هم ډیر وی، خو سوال دادی چې ایا دغه معلومات سم هم دي؟
آیا د ۱۲ او ۸ میګاپیکسله کامرو تر منځ فرق کولای شي، او یا هم دا معلومولای شي چې په دواړو کې ښه یې کومه یوه ده؟
که تاسو فکر کوئ چې د میګاپیکسل د زیاتیدو سره د کمرې عکس هم ښه ویستل کیږی نو دا فکر مو سم نه دی.
اصلا د ښې کامرې معیار د کامرې په سنسر باندې وي چې هغه څومره قوي دی او د څومره رڼا جذبولو صلاحیت او وړتیا لري.
په غټ سنسر کې پکسل هم غټ وي او د رڼا د جذبولو صلاحیت هم لري چې له کبله یې انځور هم ښه راځي.
د ټيکنالوژۍ پوهان وايي چې څومره د کامرې سنسر ښه وي، هغومره عکس ښه وباسي، ولو که یوه کامره ۸ میګا پیکسله او بل ۱۳ وي.