ورزش

انضمام الحق: نیمه‌پایلوبې ته د افغانستان د وتلو چانس شته

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب۲۶مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان کرکیټ لوبډلې روزونکی انضمام الحق وايي چې هیله من دی افغانستان به د سترو لوبډلو پر وړاندې ښې لوبې وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ لخوا خپره شوې ویډیو کې انضمام الحق وايي چې څه ډول افغان لوبغاړو د نړیوال جام په غوراوي سیالیو کې لوبې وکړې که همداسې یې روانې وساتي نو ډيره تمه شته چې را روانې لوبې وګټو.

هغه زیاتوي چې تر دې دمه دوی ته د دې موقع په لاس نه وه ورغلې چې د سترو لوبډلو خلاف ولوبیږي او اوس چې دا چانس برابر شوی نو دوی یې د ښه استعمال لپاره کوښښ کوي.

د افغانستان کرکيټ لوبډلې روزونکي په باور دی هیله من دی چې افغانستان به آن تر نیمه‌پایلوبې پورې ورسیږي او دوی پوره کوښښ کوي چې تر هغه ځایه ورسیږي.

افغانستان سبا د مارچ په ۱۷مه له سري لنکا سره خپله لومړنۍ سیالۍ کوي. تر هغه وروسته په ۲۰مه له جنوبي افریقا، په ۲۳مه له انګلستان او په ۲۷مه له ویسټ انډيز سره مخامیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x