تازه خبر: دزابل دولایتي شوری په ودانۍ ډلیز سرښندونکی برید شوی
له زابل ولایت نه په ورکړل شوي نن له غرمې مخکې یوولس بجې شاوخوا دزابل ولایت مرکز قلات کې دولایتي شورا په مرکز څو تنو سرښندونکو له خپلو سپکو وسلو نه په استفاده حمله ترسره کړې. خبر زیاتوي لومړی یوه تن سرښندونکي دمرکز په دروازه کې برید ترسره کړی او پاته کسان دودانۍ انګړ ته ننوتلي او په میشتو کسانو یې ډزې پیل کړې دي.
لومړنی معلومات ښه یې چې په برید کې ۱۸تنه ټپیان شوي او دوژل شویوپه اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي. یوې باوري سرچیني دنوم نه خپرولو په شرط ویلي چې دولایتي شوری دننه مرکز کې مهمه غونډه روانه وه چې برید پرې وشو.
په نن ورځ کې دا دوهم فدايي برید دي چې ترسره کیږي ، لومړی برید سهار وختي دکابل په هوايي ډګرکې دننه دبهرنیو ځواکونو پرتفریح ګاو او نورو نظامي تاسیساتو ترسره شو، ددې برید مسولیت طالبانو پرغاړه واخیست ،دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلی چې برید یې دهوایي ډګر په هغه برخه ترسره کړی چې چیرته چې دبهرنیانوتفریح ځایونه ،پوځي مرکزونه او دالوتکو تم ځایونه دي.
دوروستي برید په اړه تردې دمه چې دپیښې مسولیت په غاړه نه دي اخیستي.
احمد بریال