نړۍ

امريکا پر شمالي کوريا نوي بنديزونه ولګول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا ولسمشر بارک اوباما د شمالي کوريا له نوو اتومي او توغنديزو ازموينو وروسته پر دغه هېواد نوي بنديزونه لګولي دي.

امريکا دا بنديزونه وروسته له هغه ولګول، چې شمالي کوريا څو ورځې وړاندې هايډروجن بم او لرې هدف ويشتونکي توغندي ازموينه وکړه.

تېره شپه د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ وويل، چې امريکا او نړيواله ټولنه د شمالي کوريا له لوري ناقانونه اتومي فعاليتونه نه شي زغملی.

رويټرز خبري اژانس د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي، چې امريکا کې د شمالي کوريا د حکومت ټولې شتمنۍ کنګل شوي او متحده ايالتونو ته د دغه هېواد پر صادراتو بنديزونه ولګېدل.

د امريکايي ولسمشر د فرمان له مخې د نوو بنديزونو له امله به هغه کسان په تور ليست کې شامل شي، چې شمالي کوريا سره سوداګريزې اړيکې ساتي.

د سپينې ماڼۍ وياند وايي، چې شمالي کوريا د خپلو عملونو له امله د امريکا او نړيوالې ټولنه له بنديزونو سره مخ ده او تر څو، چې دغه هېواد د نړيوالې ټولنې له اصولو سرغړونه کوي، دغه ډول بنديزونو سره به پرې لګېږي.

د وران کال جنوري کې شمالي کوريا اتومي ازموينه کړې وه او په ځواب کې يې ملګرو ملتونو سخت بنديزونه پرې ولګول.

ملګرو ملتونو د امنيت شورا په مشوره د هر اړخيزو بنديزونو غوښتنه کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x