افغانستان

د ناټو سرمنشي: د افغانستان روان کال به ډېر خونړی وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د ناټو سرمنشي وړاندوينه کړې، چې راتلونکي وختونه د افغانستان لپاره له خونړيو جګړو ډک دي او د طالبانو بريدونه او جګړې به نورې هم قوي شي.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټينبرګ د افغانستان دوه ورځني سفر پر مهال تېره ورځ ناوخته کابل کې اسوشيټ خبري اژانس سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د هوا په ګرمېدو به طالبان خپلو جګړو او بريدونو ته زور ورکوي او راتلونکی کال يې د طالبانو او چاودنو له امله افغان حکومت لپاره ډېر خونړی وباله.،

د سټولټينبرګ په وينا طالبان، القاعده او نورې وسله‌والې ډلې هڅه کوي، چې ۲۰۱۶د امريکا او افغانستان لپاره خونړی کال وښيي.

افغانستان کې اوس مهال ۹۸۰۰ امريکايي او نږدې درې زره ناټو پوځيان شته، چې د امريکايي چارواکو په وينا د افغان امنيتي ځواکونو د روزنيزو چارو او مشورو دندې ترسره کوي او د طالبانو پر ضد روانې جګړې تر ډېره افغان امنيتي ځواکونه په يوازې ځان پر مخ بيايي.

امريکا پرېکړه کړې، چې  د روان کال تر پايه د امريکايي پوځيانو شمېر ۵۵۰۰ ته را کم کړي، مګر وړمه ورځ امريکايي رسنيو د پنټاګون چارواکو له قوله ليکلي و، چې افغانستان ته به زر نور پوځيان د جګړې لپاره لېږي.

د امريکا مليټري ټايمز په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، چې طالبانو له خپل هېواده د امريکايي پوځيانو د وېستلو لپاره هر اړخيز تياری کړی او د دې لپاره يې خپل جنګيالي تيار کړي، چې د هوا په ګرمېدو خپلو جګړو او بريدونو ته نور هم زور ورکړي.

د ناټو سرمنشي د افغانستان حالاتو په اړه په داسې وخت کې خپلې اندېښنې څرګندې کړي، چې افغان حکومت د څلور اړخيزو ناستو له لارې غوښتل، چې طالبان د سولې خبرو ته تيار کړي، مګر طالبانو دغو ناستو کې له ګډون انکار وکړ او زياته يې کړه، چې امريکا او افغان حکومت دواړه خپلو جګړو او بريدونو ته زور ورکوي او له دې لارې غواړي، چې طالبان په زور د خبرو مېز ته کينوي.

د سياسي چارو څارونکي وايي، چې حکومت په داسې وخت کې د طالبانو پر ضد له تاوتريخوالي ډکې څرګندونې کوي، چې غزني، هلمند او ځنې نور ولايتونه له سقوط سره مخ دي، د حکومت په پرتله د مخالفينو واک او ځواک زيات دی او په دغسې وخت کې له تاوتريخوالي ډکې خبرې د سولې بهير ته د ګټې پر ځای زيان اړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مشاهد

یو ورځ فرعون له موسي علیه السلام څخه پوښتنه وکړه چي ستا رب څه کولی شی، هغه ورته وويیل چي زما رب لمر د مشرق خيني راخیجوی او په مغرب ئي ښکته کوي انسان ته ژوند او بیا مرګ ورکوی، نو فرعون ورته وویل چي زه هم دا کولۍ شم یو بندي یي راوغوښت چي په اعدام محکوم شوی وه هغه ازاد کړ او یو بی ګناه ئی راوست هغه یی اعدام کړه نو ورونه په نن عصر کي یهودو هم هر څه په خپل لاس کي نیولی دي، کله وايی اسمان شین يي او کله وایي چي باران راتلونکي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x