افغانستان

د جنبش ملي او جمعیت اسلامي ملېشو تر منځ د قومندان په ګډون شپږ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د جوزجان ولایت په فیض اباد ولسوالۍ کې د دوستم په مشرۍ د جنبش ملي او د عطا محمد نور په مشرۍ جمعیت اسلامي ملېشو تر منځ په جګړه کې د یو قومندان په ګډون پنځه تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

ځايي سرچينې وايي چې جګړه تېره ورځ د دواړو ډلو تر منځ د دې ولسوالۍ په ګرجک سیمه کې رامنځته شوه، چې پکې د ماسپښين له یوې بجې يې تر تیاره ماښامه دوام وکړ.

په جګړه کې د جمعیت اسلامي ملېشو اړوند قومندان سلیم او د هغه دوه تنه ملګري وژل شوي او له دواړو لوریو دوه ـ دوه تنه مرګوني ټپي شوي دي.

ځايي چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دې جګړې ته دوی هم ځانونه رسولي او په وينا يې «کارنده» بريدونه يې ترسره کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې په دې جګړه کې طالبانو پخپلو بريدونو کې درې تنه وژلي او څلور نور يې ټپیان کړي دي.

تر اوسه نه ده روښانه چې د عطامحمد نور په مشرۍ د جمعیت او دوستم په مشرۍ د جنبش د ملېشو تر منځ جګړه په څه شي رامنځته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x