افغانستان

د هوا پېژندنې اداره: بارانونه به دوام وکړي؛ خو د توپان اندېښنه نشته

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وايي چې ښايې د هېواد په سطحه بارانونه تر راتلونکې شنبې دوام وکړي، خو د توپان اندېښنه نشته.

همدې ادارې تېره ورځ خبر ورکړی و، چې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې له توند باران سره د توپان اټکل هم شوی دی.

پېښو ته د لاسرسي په چارو کې د دولت وزارت له مطبوعاتي څانګې خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې ښايي د هېواد په لویديځ، شمال لويديځ او جنوب لویديځ کې ورښتونه دوام وکړي، خو ولس دې د توپان له پیدا کېدو اندېښنه نه پیدا کوي.

د دوی د اټکل له مخې ښايي دا ورښتونه تر راتلونکې شنبې دوام وکړي.

ياده دې وي تېره ورځ نږدې په ټول هېواد کې د باران او واورې ورېدو خبرونه ورکړل شول، نن هم په ځينو ولایتونو کې د باران اټکل شوی دی، خو په پلازمېنه کابل کې اسمان وريځ خو د باران څرک نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x