zwanan harakat

ځوان حرکت ټولنې د کرکټ ملي لوبډله وستایل

ځوان حرکت ټولنې نن دوشنبه د یو ځانګړي پروګرام په ترڅ کې د کرکټ ملي لوبډلې بریاوي او لاسته راوړنې وستایلې او د کرکټ ملي لوبغاړي یې د هېواد لپاره یو ستر افتخار وباله.
په دغه پروګرام کې، د کرکټ ملي لوبډلې د یوه روزنکی عبدالولی امین ترڅنګ نهه تنو لوبغاړو هر یو لکه: نجیب الله ځدران، محمد شهزاد، سعید احمد شیرزاد، ناصر جمال، محمد موسی، نوین الحق، محمد مجتبي، نسیم بړیڅی او منیر احمد ګډون کړي وو.
په غونډه کې د ځوان حرکټ ټولنې عمومي مسول احمد شاه سایل د کرکټ ملي لوبډلې لاسته راوړڼې او چټک پرمختګ نړۍ ته د افغانستان د ښه تصویر وړاندي کولو په برخه کې خورا مهم کار وباله او په هره برخه کې د افغان ځوانانو دغه ډول پرمختګونه یې د افغانستان د روښان راتلوونکي نښه وبلل.

هغه د هېواد د ښې راتلوونکي لپاره د ځوان حرکت ټولنې له خوا ځوانانو ته په هره برخه کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

یادو لوبغاړو هم د ځوانانو د راټولویدو او په ګډه د هېواد د روښان راتلوونکي لپاره د یو حرکت کول آغیزمن وباله او د یاد حرکت سره یې د خپلې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

په یاده غونډه کې د ځوان حرکت ټولنې له خوا د کرکټ پر یادو لوبغاړو ستاینلیکونه هم وویشل سوه او د ددې لارې یې هېواد ته د یادو لوبغاړو د رښتیني خدمت قدرداني وکړه.

د یادولو ده، چې تر دې پروګرام وروسته د ټولنې له خوا د کرکټ یادو ملي لوبغاړو ته غرمنۍ هم تیاره سوې وه، چې لوبغاړو او د حرکت ډېري ځوانانو پکښي خپلې خاطرې هم د یو بل سره بیان کړې.

مطبوعاتي اعلامیه
کندهار افغانستان 10-06-2013

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د