Ruzgan-map-10

روزګان: دهراود ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): په روزګان کې د دهرادو ولسوالۍ ځايي امنیتي مسوولین وايي چې که مرکزي حکومت مرسته ونه کړي، ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولېږي.

د روزګان دهراود ولسوالۍ ته څېرمه د میاندو سیمه له خونړۍ نښتې وروسته د طالبانو لاس ته ورغلې چې د ځايي چارواکو په وينا د ولسوالۍ سقوط يې حتمي کړی دی.

د دهراود ولسوالۍ ولسوال امین الله خالقي د تېرې ورځې په دې جګړه کې د اردو د څلورو او د پولیسو د شپږو عسکرو د وژل کېدو منلي او د ۱۵ امنیتي ځواکونو د ټپي کېدو پخلی يې کړی دی.

په سیمه کې د نن ټکی اسیا ځايي سرچینې وايي چې تر ۳۰ پورې امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

یوې بلې امنیتي سرچینې رسنیو ته د نوم نه ښودو په شرط ويلي چې په دې جګړه کې د ګډو امنیتي ځواکونو له ډلې ۲۷ تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د دهراود چارواکي وايي چې که يې مرسته ونه شي، د میاندو له سقوط سره د ولسوالۍ سقوط تړلی دی.

تر اوسه د روزګان ولایتي چارواکو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د