طالب مشر پخپلو پلویانو غږ کړی چې ځان له افراط او تفریطه وساتي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): طالب مشر ملا اختر محمد منصور پخپلو پلویانو غږ کړی چې له افرط او تفريطه دې ځان وساتي.

د « د مجاهدينو کلنیو شرعي دورو ته د امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور حفظه الله پیغام » تر سرلیک لاندې د طالبانو په رسمي پاڼه د طالب مشر په پیغام کې پر دې ټينګار شوی چې د جګړې تر څنګ باید هېواد پوهنیز بهیر ته هم پام وکړي.

په دې پیغام کې جنګياليو طالبانو ته د شرعي دورو د پوره کېدو مبارکي ورکړل شوې او ډاډ ورکړل شوی چې دوی خپل هدف ته نږدې دي.

«د روانو حالاتو په اړه باید ووایم چې لله الحمد د الله تعالی د فضل او نصرت په برکت د اسلامي امارت مجاهدین د بل هر وخت په نسبت په ښه حالت کې قرار لري،د هیواد په بیلابیلو ولایاتو کې الله تعالی مجاهدینو ته سترې فتحې ورنصیب کړي دي او لا هم د فتحو لړۍ جریان لري،ددښمن مختلف النوعه دسیسې چې غوښتل یي مجاهدین ورباندې پارچه پارچه کړي، د اسلامي امارت بنیادونه کمزوري کړي او د مجاهدینو مورال مات کړي لله الحمد دغه ډول ټولې سیاسي،تبلیغاتي او جنګي دسیسې یي له شکست سره مخامخ سوي دي.»

ملا اختر محمد منصور پر طالبانو غږ کړی چې په جګړه کې يې باید نیتونه صفا او یوازې د الله جل جلاله وېره له ځان سره ولري او پر ديني شریعت برابر وچلېږي: «په هرڅه کې باید شریعت ته غاړه کیږدو، په جهاد کې باید ځاني اجتهاد، شخصي مزاجونه یا افراط او تفریط ورګډ نه کړو، بلکې یوازې د شریعت تابع واوسو، په دې باید ټینګه عقیده ولرو هغه څه چې شریعت یي امر کوي زموږ په خیر دي که څه هم ظاهرا د چا په مزاج درانه تمامیږي.»

نوموړي د طالبانو د پاشلو په هڅو کې بهرنيان او افغان حکومت ناکام بللی دی او هم يې د پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد خبره تکرار کړې ده چې دوی له چا سره شخصي دښمني نه لري: «زه د اسلامي امارت د مؤسس او زموږ او ستاسو د محبوب رهبر أمیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله دا خبره یو ځل بیا را ژوندۍ کوم او وایم چې موږ له هیچا سره شخصي دښمني او تضاد نلرو، زموږ دوستي او دښمني یوازې د اسلام د مقدس دین د اساساتو پر بنا ده.»

که څه هم دولت له طالبانو سره د پاکستان په وسیله د سولې تبلیغات ګرم ساتلي، خو طالب مشر د خپل پیغام په وروستیو کې پر خپلو پلویانو غږ کړی چې باید د قوي ایمان او اصلاح شوي نیت په ملګرتيا «یوازې د اعلاء کلمة الله په خاطر په قوي عزم او لوړ مورال پر دښمن د وروستي ګوزار لپاره تیاری ونیسو.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د