شهید او شهادت ( پنځه اویایمه برخه )

محمد نعیم

امام الوسي رحمه الله په خپل تفسیر (  روح المعاني ) کې وايي چې کېدای شي دشهیدانو تازه او نازک بدنونه  زرغونو مرغانو  ته د تېزوالي او سپکوالي له کبله ورته ګڼل شوي وي، چې کولی شي په ډېره آسانۍ سره یو ځای، بل ځای ته راشي او لاړ شي. [۱] په ځینو روایاتو کې راځي چې د شهیدانو ارواح به د سپینو مرغانو په ججورو کې وي [۲]

او دا هم کېدای شي چې خپله شهیدانو ته وزرې ور کړل شوې وي، لکه د جعفر الطیار په اړه چې راځي: (  عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِي اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُمَا ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : رَأَيْتُ جَعْفَرَ بن أَبِي طَالِبٍ ، مَلَكًا فِي الْجَنَّةِ ، مضرجة قوادمه بالدماء يطير في الجنة حيث شاء) [۳]

له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی، وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: جعفر بن ابي طالب مې ولید، لکه ملایکه په جنت کې ، ، د وزرو د مخې بڼکې یې په وینو لړلې وې او چېرته به یې چې په جنت کې خوښه شوه هلته به الووت.

په سنن ترمذي کې راځي: ( عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- ( رَأَيْتُ جَعْفَرًا يَطِيرُ فِى الْجَنَّةِ مَعَ الْمَلاَئِكَةِ ) [۴] له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي: جعفر مې ولید چې په جنت کې له ملایکو سره الووت.

امام ابن حجر رحمه الله په دې اړه وايي: له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: جعفر بن ابي طالب مې ولید چې له ملایکو سره الووت، دا حدیث ترمذي او حاکم روایت کړی، او په سند کې یې کمزوي ده، خو په طبقات د ابن سعد کې ددې روایت لپاره شاهد شته، له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نن شپه جعفر د ملایکو په یوه ډله کې په داسې حال کې تېر شو چې وزرې یې په وینو لړلې وې، دا روایت ترمذي کړی، همدا رنګه حاکم د مسلم په شرط، حاکم او طبراني له ابن عباس رضی الله عنهما څخه مرفوعا یو بل روایت هم کړی چې وايي: بیګاه شپه جنت ته ننوتم، جعفر مي ولید چې له ملایکو سره الووت، له یوې بلې لارې چې هغه هم له ابن عباس نه روایت شوی وايي: جعفر له جبرائیل او میکائیل سره الوزي، الله جل جلاله د لاسونو په بدله کې دوه وزرې ور کړې، او ددې  سند ښه دی ) [۵]

که څه هم په دې اړه روایات یوازې د حضرت جعفر بن ابي طالب رضی الله عنه په اړه راغلي، او هغه هم له دې امله چې د موته په غزا کې یې دواړه لاسونه غوڅ شوي وو، خو لیرې نه ده چې ځینې نور شهیدان هم په ځانګړي ډول هغوی چې د جعفر ابن ابي طالب په څېر یې لاسونه په جهاد کې غوڅ شوي وي، په دې ډول پېرزوینو ونازول شي، او نازول شوي وي.

پاتې دې نه وي چې د جنت هېڅ نعمت ددنیا له نعمتونو سره نه شي پرتله کېدی؛ ځکه چې هېڅ ډول ورته والی او نېږدوالی نه سره لري، د جنت نعمتونه داسې دي چې انسان یې تصور نشي کولی.  ابن عبَّاس – رضِي الله عنهُما – وايي: “ليس في الجنَّة شيءٌ ممَّا في الدُّنيا إلا الأسماء”[۶].

ژباړه: په جنت کې ددنیا هېڅ شی نشته، پرته له نومونو.  یعني یوازې په نومونو کې سره ورته دي، لکه په دنیا کې انار، انګور، خورما، مېوه، شهد، شیدې او… په جنت کې به هم همدا نومونه وي، خو څرنګوالی او کیفیت به یې په هېڅ ډول ددنیا د مېوو په څېر نه وي.

او دا چې په ځینو روایاتو کې راځي شهیدان به د جنت له دروازې سره په شنه ګومبزه کې وي، له جنت نه به روزي او مېوې ورته راوزي دوی به یې خوري، او ځیني روایات وايي د شهیدانو ارواح په عرش پورې ځوړندو طلايي څراغونو کې اوسي، له هغه ځایه جنتونو  ته د زرغونو یا سپینو مارغانو په په ججرو کې، یا د مارغانو په بڼه جنت ته ځي، په جنت کې چکرې وهي، په هره برخه کې یې چې زړه شي ګرځي را ګرځي، ځینې نور روایات وايي شهیدان تر عرش لاندې خیمه کې اوسي،  په دې اړه امام ابوحیان التوحیدي په خپل مشهور تفسیر ( البحر المحیط )  او امام ابن عطیه په خپل تفسیر (  المحرر الوجیز  ) کې وايي چې دغه د روایاتو اختلاف په مختلفو وختونو کې د شهیدانو د درجو او منازلو تر اختلاف پورې اړه لري،[۷] یعني شهیدان د اخلاص، صداقت او سرښندنې له مخې لکه نور مومنان یو له بل سره توپیر لري؛ له همدې کبله یې په درجو او ځانګړنو کې هم توپیر شته.

د هر شهید چې اخلاص تر نورو شهیدانو ژور او سرښندنه یې ستره وي، درجه به یې هم له نورو  لوړه وي، او د کوم شهید چې اخلاص او سرښندنه د لومړني په څېر نه وي، نو درجه به یې هم د هغه په څېر نه وي.

عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم: ( … إن في الجنة مائة درجة أعدها الله للمجاهدين في سبيله، كل درجتين ما بينهما كما بين السماء والأرض…)[۸]

ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه څخه روایت دی وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( …بېشکه  په جنت کې سل پوړۍ دي، الله جل جلاله دده په لاره کې د جهاد کوونکو لپاره تیارې کړې دي، او د هرو دوو پوړو تر منځ دومره واټن دی لکه د آسمان او ځمکې تر منځ… ).

عن ابن عباس قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ( سيد الشهداء يوم القيامة حمزة بن عبد المطلب ، ورجل قام إلى إمام جائر ، فنهاه وأمره ، فقتله )[۹] ژباړه: له عبد الله بن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی، وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د قیامت په ورځ د شهیدانو سردار حضرت حمزه بن عبد المطلب رضی الله عنه دی، او هغه سړی چې ظالم پادشاه ته ور جګ شي، له بدو یې ایسار کړي او په ښو امر ورته وکړي، او هغه یې ووژني.

له دې مبارکو احادیثو نه معلومېږي چې شهیدان په درجو کې یو ډول نه دي، ځینې شهیدان تر ځینو نورو غوره دي، له همدې کبله یې درجې هم لوړې دي.

شهید سید قطب وايي: ( ژوندي دي؛ ځکه خو غسل نه ور کول کېږي، لکه مړو ته چې ور کول کېږي. په خپلو هغو جامو کې ښخېږي چې پکې شهیدان شوي، غسل د مړي د بدن د پاکوالي لپاره دی، او دوی پاک دي ځکه چې لا ژوندي دي، کومې جامې یې چې په ځمکه کې دي هغه یې په قبر کې هم جامې دي، ځکه چې لا دوی ژوندي دي! ژوندي دي؛ ځکه خو یې په خپلوانو، ملګرو او دوستانو وژل کېدل نه درنېږي ) [۱۰]

په دې کې شک نشته چې په شهیدانو یې خپلوان او دوستان خپه کېږي، زړونه یې پسې دردېږي، خو له نورو مړو سره یې توپیر په دې کې دی چې که هر څو د شهید درد او مرګ غموونکی دی، خپل او خپلوان، ملګري او دوستان یې پرې ویاړي، حال دا چې له شهادت پرته بل هېڅ داسې مرګ نشته چې څوک پرې وویاړي، یوازې شهادت دی چې خلک پرې ویاړي. په ځانګړي ډول هغه چې ددښمن له خوا په شهادت ورسي. سبحان الله! شهادت هم په دنیا کې  ویاړ دی اوهم په آخرت کې، شهید هم په دنیا کې ویاړلی دی او په آخرت کې.

نور بیا…

م. محمد نعیم

[۱] – تفسیر روح المعاني، بقره سورت، ۱۵۴ آیت.
[۲] – تفسیر الطبري، بقره سورت، ۱۵۴ آیت.
[۳] – تهذیب الكمال في أسماء الرجال لتهذيب الكمال، ج ۵، ص ۶۱، ليوسف بن الزكي عبدالرحمن أبو الحجاج المزي. الناشر : مؤسسة الرسالة – بيروت. الطبعة الأولى ، ۱۴۰۰ – ۱۹۸۰تحقيق : د. بشار عواد معروف. عدد الأجزاء : ۳۵ . المعجم الکبیر للطبراني، ج ۲، ص: ۱۲۲.
[۴] – سنن الترمذي, باب مناقب جعفر بن ابي طالب, ترمذي رحمه الله وايي دا روایت ضعیف دی، یحیی بن معین ضعیف ګڼلی، او په دې اړه له ابن عباس رضی الله عنه نه هم روایت شوی، کېدای شي پورتني د طبراني روایت به ښيي. و الله اعلم. همدا ډول په صحیح بن حبان، باب رؤیة المصطفی صلی الله علیه وسلم جعفرا یطیر في الجنة. معرفة الصحابة لابي نعیم اصفهاني، باب جعفر بن ابي  طالب، جامع الاحادیث للسیوطي،باب حرف الراء، جامع الأصول من أحاديث الرسول صلى الله عليه وسلم لابن الاثیر, باب أبو عبيدة بن الجراح, مشكاة المصابيح, ج ۲, ص: ۳۴۳, باب مناقب أهل النبي صلي الله عليه وسلم.
[۵] – فتح الباري, باب مناقب جعفر بن ابي طالب.
[۶] –  البعث والنشور للبيْهقي، باب ليس في الجنة شيء مما في الدنيا. وصحَّحه الألباني.
[۷] – تفسیر البحر المحیط. ج ۲, ص: ۸۷٫  المحرر الوجيز. ج ۱, ص: ۱۷۲٫
[۸] – صحيح البخاري, باب درجات المجاهدين في سبيل الله.
[۹] – المعجم الأوسط للطبراني, باب من اسمه علي.
[۱۰] – في ظلال القرآن، ج ۱، ص: ۱۱۴.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د