
کندهار د برېښنا چارواکي: له کجکي راغځيدلي مزي ۲۴۰۵ ځله پرې شوي دي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار د برېښنا چارواکي وايي چې د هلمند له کجکي څخه کندهار ښارته د برېښنا غځيدلي مزي په روان لمزیز کال کې ۲۴۰۵ ځله پرې شوي دي.
د کندهار د برېښنا رییس سید رسول باقي وايي چې په دې نږدې دوه نیم زره ځله پرې کېدو کې یوازې دوه ځله د طالبانو له لوري پرې شوي دي.
باقي د برېښنا د مزیو شلوونکي معرفي نه کړل، خو هغه اوازې يې بې بنسټه وبللې چې په تېر کال کې څو ځلې د برېښنا د مزیو پرې کېدل د طالبانو کار وبلل شو.
د کندهار د برېښنا رییس که څه هم د مزیو د شلوونکو ښکاره نومونه وانه خیستل، خو ښکاري چې اشاره يې هغو مافياوي کړیو او ځايي اربکيانو ته وه، چې د برېښنا په ځنډولو کې يې خپلې شخصي ګټې نغښتې وې.
یاده دې وي د کندهار او کجکي تر منځ د غځيدلیو مزیو اړوند په روان کال کې څو ځلې د پرې کېدلو خبر ورکړل شو، په ورته توګه په لغمان او د کابل په سروبي کې هم ورته کړنې تکرار شوې چې افغان دولت د طالبانو کار وباله، خو هغوی بیا د سیمو د اربکیانو عمل ګڼلی و.
د بغلان په اوږده او خونړۍ جګړه کې هم کابل نږدې دوه میاشتې بې برقه و، چې دولتي سرچينو طالبانو د برق د پايو پر نړولو ملامت بلل؛ خو هغوی پر رسنیو او برښنا شرکت پر مسوولینو غږ وکړ چې سیمې ته دې ورشي حالات دې وګوري او د نړېدلې پایې دې بېرته ودروي.