ورزش

نړیوال جام: افغانستان نن د قوي سري لنکا د نسکورولو هڅه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۲۷مه ۱۳۹۴ل): افغانستان نن د نړیوال جام په سوپر ۱۰ سیالیو کې له سري لنکا سره مخامیږي. دواړو لوبډلو د نننۍ سیالۍ لپاره پوره تمرینونه او تیارۍ کړي دي. سري لنکا په وروستیو کې لسو سیالیو کې ۸ بایللي او افغانستان بیا په تېرو ۱۰ شل اوریزو سیالیو کې یواځې یوه بایللې ده. دواړه لوري نن په لومړي ځل په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې سره مخامخیږي.

افغانستان په لومړي پړاو کې ډير بریالی و. خپلې سیالې لوبډلې زمبابوۍ ته یې په اسانه لویه ماتې ورکړه او له همدې کبله د اول ګروپ سترګې افغانستان ته واوښتلې. تر ټولو مهمه دا چې د لوبغالي حالات او د لوبغاړو مورال د افغانستان په ګټه دي. توپ اچونه یې قوي او کپتان اصغرستانکزی په دې کې هم مهارت لري چې کوم توپ اچوونکی کوم وخت وچلول شي.

سري لنکا بیا قوي توپ اچوونکي او توپ وهونکي لري. خو په اسیا جام کې د دغې لوبډلې ناکامو لوبو تر ډير فشار لاندې راغلی دی. خو پر دې سربېره، د کلکتې لوبغالی د ورو بالرانو لپاره ډير ښه دی او دا سري لنکا د قوي ورو بالرانو په ګټه ثابتیدای شي.

وروستۍ سیالۍ

په وروستيو پنځو سیاليو کې افغانستان ټولې پنځه ګټلي او سري لنکا بیا یواځې یوه سیالۍ او هغه هم د دوهمې درجې لوبډلې عربي اماراتو څخه ګټلې ده.

څوک پر چا ډیر متکي دي؟

سري لنکا قوي اوپنر لوبغاړي لري، دانیش چندیمل او تیلکرتنې دیلشان تجربه کاره لوبغاړي دي او که په لوبغالي ودریدل، د افغانستان د توپوهونکو لپاره ستونزې جوړولای شي.

افغانستان بیا محمدشهزاد لري چې تر ډيره په پاورپلی کې ښه چلیږي، په وروستیو ۳ لوبو کې يې یوه نیمه سلیزه او دوه لوبو کې یې ۴۰+ منډې جوړې کړي دي.

کریک انفو مشهوره وېبپاڼه وايي چې افغانستان که څه هم تر ډیره مایع او شړیدلي توپوهونکي او توپ اچوونکي لري خو بیا هم لوبډله په دې وروستیو کې پر پښو دریدلې. لوبغالی تر ډيره د ورو بالرانو په ګټه ده او ښايي افغانستان د حمیدحسن پر ځای حمزه هوتک ورو بالر واخلي.

لوبه د کابل پر وخت ۰۶:۳۰ بجې پیلیږي. تاسو کولای شئ د نن ټکی اسیا له لارې یې په ژوندۍ بڼه وګورئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x