افغانستان

د طالبانو ویاند وايي مونږ نه د چا څخه سر پرې کړی، او نه یی اراده لرو

نن ټکی آسیا: د طالبانو له خوا نن ټکی آسیا ته په یوه را لیږل شوې خبرپاڼه کي قاري یوسف احمدي ویلي چي د طالبانو په اړه تیره ورځ اوازه رسنیو خپره کړه چي ګواکي دوی په کندهار کي ددوو ماشومانو څخه سرونه پری کړې.

نوموړي ددې خبر په اړه نن ټکی آسیا ته وویل چي طالبان ددې لپاره جهاد نه کوي چي د خپل ولس څخه سرونه پری کړي.

د طالبانو ویاند وویل چي دوی څو ورځي وړاندي د یوه لس کلن ماشوم اختاف کونکۍ په خپل سزا ورساوه، او دا کار پر دې خبره ښکاره ثبوت دی چي طالبان نه یوازي داسي اعمال په کلکه غندي او ردوي، بلکي تر سره کونکو ته یی سزا هم ورکوي.

نومړي د یاد درواغجن خبر په شایع کولو کي د کندهار چارواکي او د خبریال ویب پاڼه پړه وبلله، چي بیله تحقیقه یی خبر نشر کړ، او بل خوا یی د چارواکو درواغ کشف کړه.

نومړي وویل چي د خبریال ویب پاڼي یو خبریال ته د کلي یو کس ویلي وه چي زمونږ په کلي کي یو ماشوم وژل شوی، او کله چي خبریال د ماشوم د مړیني په اړه د چارواکو څخه پوښتنه وکړه، هغوی د موقع څخه په استادې یو ماشوم دوه کړل، او دا یی په سی وراضافه کړه چي کار طالبانو کړی، او دهغوی څخه یی سرونه پرې کړي دي.

نومړي وویل چي مونږ پرون هم کوشش وکړ چي رسنیو ته دا خبر ورکړو ، خو هغوی زمونږ خبره نه اخیستله، او خپل د ایجنډا له مخي یی خبره ته هوا ورکوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x