ټولنیزه برخه

د مکې لاره ـ پنځمه برخه

لیکنه: محمد اسد
ژباړه: حامد افغان

زما کورنۍ او چاپېريال

زما د ماشومتوب ابتدايي زمانه د پولېنډ په لوو (Lawow) نومي ښار کې تېره شوه چې هغه مهال د استريا په قبضه کې و. زموږ کور دومره خاموش او آرام و لکه د هغه مخته سرک. دا يو اوږد سرک و چې په دواړو غاړو يې د سروي ونې ولاړې وې، دا سړک په ګڼو ونو داسې پوښلى و چې اسان به پرې تېرېدل د پښو ترپهار يې نه اورېدل کېده، له دې کبله به ټوله ورځ داسې چوپتيا وه لکه سکڼى ماښام چې وي.

ما له دې سرک سره يوه ځانګړې مينه لرله، داسې چې زما له عمر سره له وخته مخکې برېښېده، یو خو له دې کبله چې زمونږ کور د دې سرک په غاړه پروت و، بلکې د دې لارې وقار او درنښت چې د هغه ښکلي ښار له زړه نه وتلې وه او د ځنګله د چوپتيا او د هديرې د خاموشي په لور غځېدلې وه ( په ځنګله کې دننه هديره وه ) په مايوډول کوډې کړې وې.

د ښکلو آسانو ګاډۍ به چې په دې لاره په ښه تېز تګ تېرېدلې نو د آسانو د پښو له آواز نه به ښکلې نغمه پورته کېدله او يا به چې ژمى و په سرک به يوه لوېشت پنډ کنګل پروت و نو آسان به پرې ښويېدل او له سپږمو نه به يې د ورېځې د ټوکړو په څېر بخار پورته کېده. او په تېزه يخه هواکې به يې د ګړنجوونو شرنګا ختله. فرضاً که پېښه شوه چې په داډول سورلۍ د سورېدلو موقع په لاس درغله او د هماغه سړې هوا څو څپېړې دې په مخ وخوړلې نو هلته به دا محسوسه کړې چې دا ګړندي آسان دې يوې داسې نېکمرغې نړۍ ته رسوي چې د هغې نه پيل معلوم دى اونه پاى.

اوړى به مونږ په کليو کې تېراوه، په کلي کې زما دنيکه ( د مور له پلوه ) کور و، هغه خورا شتمن و او په بانک کې يې کار کاوه. له دې پرته ده ښه جايداد هم لاره چې د خپلې کورنۍ د آرام او تفريح له پاره يې بس و. هورې يوه کوچنۍ چينه وه، له هغې نه به نرۍ اوبه بهېدلې او د اوبو په غاړه د صنوبر ونې ولاړې وې، د کور خواته یې لويې لويې خونې له درنو او غټو غټو غواوو نه ډکې وې. په دې خونو کې به د څارويو او ريشکو بويونه پورته کېدل او د دې په څنګ کې به د بزګرو پيغلو خنداګانې او ګپ شپ هم اورېدل کېده، دوى به د ماښام په وخت کې دغواوو لوغ ته راتلې.

دا هم ضروري وه چې له بالټيو نه به دې هغه خوږې شيدې څښلې چې سر به يې په ځګ پټ و، او تازه به له غواوو نه رالوشل شوې وې، د دې له پاره نه چې تنده پرې لرې کړي، بلکې د انسان زړه غواړي چې هغه څه وخوري يا وڅښي چې فطرت ته نږدې وي.

د اګست د ګرمۍ ورځې ما له هغو بزګرانو سره تېرې کړې چې د غنمو په لو بوخت وو او د دوى ښځو به ريبلي غنم په ډېره دلچسپي سره يوې خوا ته جمعه کول، هغه ځوانې او تنکۍ پېغلې په سترګو ډېرې خوږې لګېدې. څاربه صورتونه يې لرل، او په ډېره تيزۍ سره يې کارونه کول. د هغوى د ځواک اندازه به هغه مهال درته معلومېده چې کله به يې په ناز او نخرو په مټو کې ونيولې او د ريبلو غنمو د کوټې لور ته به يې کشولې، که څه هم هغه مهال زه په داسې منګ کې وم چې له دې لوبو او خندا نه مې بله هېڅ نتيجه نه اېستله.

ما له خپل پلار سره ويانا، برلين، د ( ALPs) د غرئيزې لړۍ بوهميا (Bohemia) ځنګلونو او د بالتک او شمال د بحرونو اوږدو پرتو سيمو ته سفرونه کړي و، چې زما له پاره په هېڅ ډول له يوې نوې نړۍ نه کم نه و. مونږ ته به چې د دې سفر موکه په لاس راغله، رېل ګاډي به شپېلۍ ووهله، پهیې به يې په حرکت شوې، مونږ به دومره خوشاله وو چې نږدې وه له ډېرې مينې او خونده مو دزړه حرکت بند شي.

هورې به له ماسره د لوبو ملګري هم وو چې يو مې ورور او يوه خور او نور ډېر د تره زامن وو.

د يک شنبې په ورځ به چې د اونۍ رخصتي وه، نو له ښار نه بهر ته د پښو د سفر پروګرام به مو برابر کړ او له ښکلو همځولو نجونو سره به په غلا ملاقاتونه کېدل. په دې ديدنونو کې به يوه عجيبه نېشه پرته وه، چې مونږ به په ساعتونو ساعتونو پرې بوخت وو. دا د ماشومتوب يو سپېڅلى، ښکلى او له خوښي ډک پېر و چې ياد يې نن هم زړونو ته خوښي او تسلي وربښي.

زما مور او پلار ډېر ډاډه او بې غمه خلک وو، اصلاً هغوى د ځان له پاره نه بلکې د خپلو اولادونو له پاره ژوند کاوه، ځکه خو د هغوى ټوله پاملرنه زمونږ خواته وه، کېدى شي دا به زما د مور د نرم مزاجي او چوپتيا اغېزه وه چې ما په راتلونکو څو کلونو کې له نوي چاپېريال او له ډېره حده ناوړه حالاتو سره ځان عادي وګرځاوه او په دې لاره کې مې ډېره په آسانۍ سره برياليتوب ترلاسه کړ. دا راز په ما باندې د خپل پلار د بې اطمنانۍ او ناکرارۍ اغېز هم پروت و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x