افغانستان

عطا محمد نور: په بلخ کې به د کوکنارو کښت ته اجازه ورکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د بلخ والي عطا محمد نور وايي چې نوموړی به نور په دې ولایت کې د کوکنارو د کښت مخه ونه نیسي.

نور د کوکنارو پر ضد د دولت مبارزه له فساده ډکه وبلله او په دې لاره کې يې میلیونونه ډالر د شخصي جېبونو ګټه بللې ده.

د بلخ وايي چې افغان حکومت د مخدره توکو پر ضد د مبارزې لپاره ۷،۸ میلیارده ډالر لګولي دي خو پایلې يې معلومې نه دي.

عطا محمد نور وايي چې له یادو پیسو یوازې اوه میلیونه ډالره د مبارزې تر عنوان لاندې لګول شوي دي، خو د نورو درک نشته.

عطا محمد نور خپل بهرني دوستان هم د تریاکو په قاچاق ککړ وبلل هغه د دوی هوايي ډګرونه او د دوی تر حکم لاندې ساحې د کوکنارو د کښت او قاچاق لپاره بللي دي.

دی وايي چې په کندهار او هلمند کې د بهرنیانو تر بوټونو لاندې کوکنار کر کېدل او د همدوی له هوايي ډګرونو نړۍ ته صادرېدل.

نور ګواښ وکړ چې تر اوسه يې په بلخ کې ۶۰ زره جریبه ځمکه د کوکنار له کښته ساتلې وه، خو له دې وروسته به په دې برخه کې هیڅ ګام وانه خلي.

نور چې تر یوې لسیزې ډېر د بلخ واک په لاس کې لري تر خپل لاس لاندې ساحه کې د مرکزي حکومت هر هغه امر چې د ده د خوښي وړ ونه ګرځي، نه اوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x