ورزش

افغانستان، تر یوې سختې سیالۍ وروسته سري لنکا ته لوبه وبایلله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۷مه ۱۳۹۴ل): افغانستان کرکيټ لوبډلې د تېر شل اوریز نړیوال جام اتلې لوبډلې سري لنکا پر وړاندې له یوې سختې سیالۍ وروسته لوبه وبایلله.

نننۍ لوبه کې وتلي لوبغاړي تیلکرتنې دیلشان ۸۳ منډې جوړې کړې او د لوبې په ګټلو کې یې اغېزمن رول ادا کړ.

پچه افغانستان وګټله او د لومړۍ توپوهنې پریکړه یې وکړه. پیل ښه نه و. شهزاد ژر وسوځېد، وروسته منډې ورو شوې، نهم اور کې نورعلي ځدران، لسم اور کې کریم صادق او په یوولسم کې محمدنبي وسوځېد.

افغانستان په ۱۱ اورونو کې ۵۱ منډې وې او څلور ویکټې یې د لاسه ورکړې.

خو وروسته اصغرستانکزي له سمیع الله شینواري سره مسوولانه لوبه وکړه. اصغرستانکزي ۶۲ او سمیع الله شینواري ۳۱ منډې جوړې کړې.

افغانستان په وروستیو ۹ اورونو کې ۱۰۲ ډیرې منډې جوړې کړې او سري لنکا ته یې نسبتا ښه هدف ورکړ.

سري لنکا تېز پیل و، دلشان یې د لوبې په ګټلو کې کليدي رول ادا کړ. هغه په ۵۶ بالونو ۸۳ منډې جوړې کړې. دنیش چندیمل ۱۸، میتیوز ۲۱ او تیسارا ۱۲ منډې جوړې کړې. سري لنکا هدف په ۱۸.۵ اورونو کې پوره کړ.

د افغانستان له لوري محمد نبي او راشد خان یوه یوه ویکټ واخېستله.

تر لوبې وروسته کپتان اصغرستانکزي ویل چې د دوی ډګرساتنه یا فیلډینګ ښه نه و، او دوی کوښښ کوي چې اینده کې دغه ستونزه حل کړي.

افغان لوبغاړو نن څو ځل څلوریزې پرېښودې چې له کبله یې تقریبا تر ۲۰ پورې اضافه منډې سري لنکا ترلاسه کړې.
افغانستان بله لوبه د مارچ په ۲۰مه له جنوبي افریقا سره لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x